د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ سلواغه ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۳۲

د شانګهايي د همکاري د سازمان په غونډه کې د افغانستان په اړه خبرې وشوې


د شانګهايي د همکاري سازمان نن د تاجکستان په مرکز دوشنبې کې غونډه وکړه چې له افغانستانه د نړېوالو ځواکو د وتلو او سیمه يیز امنیت په اړه خبرې په کې وشوې.

په دوشنبې کې د ازادۍ راډیو خبریاله شهلا ګل خوجه وايي، چې د نننۍ غونډه کې ګډون کوونکي د تروریزم او افراطیت پرضد د ګډې مبارزې پر څرنګوالي وږغیدل.

د شانګهايي د همکاریو سازمان استازو له افغانستانه د نړېوالو ځواکو تروتلو وروسته په سیمه کې د افراطي ډلو د فعالیت د زیاتیدو د امکان په اړه اندیښنه هم څرګنده کړه.

د ازادۍ راډیو د خبریالې په وینا، د شانګهايي د همکاریو د سازمان د غړو هېوادو امنیتي چارواکو چې په نننۍ غونډه کې یې ګډون کړی وو اندیښنه درلوده چې په منځني ختیځ کې روانې ناکرارۍ به د سیمې پر وضعیت منفي اغیز وکړي.

د تاجکستان د ملي امنیت د شورا ریس عبدالرحیم قهاروف ازادي راډیو ته وویل، چې په غونډه کې ګډون کوونکي دې نتیجې ته ورسیدل، چې له افغانانو سره باید د چارو په سمولو کې زیاته همکاري وشي.

د شانګهايي د همکارۍ سازمان د غړو هېوادو استازو وویل، چې له افغانستانه د نړېوالو ځواکو تر وتلو وروسته باید له هر ډول ممکن وضعیت سره د مخامخ کیدو تیاري ونیول شي.

د شانګهايي د سیمه يیزو همکاریو سازمان په ۱۹۹۶ (م) کال کې جوړ شوی چې روسیه ، چین ، تاجکستان، قزاقستان او ازبکستان یې غړي دي.

افغانستان، هند، ایران، منګولیا او پاکستان په دې سازمان کې د څارونکو موقف لري.

ترکیه، سریلانکا او بیلاروس په مذاکرو کې د شریکانو په توګه ور بلل کیږي.

د شانګهايي د همکاریو د سازمان هدف په سیمه کې د اقتصادي او امنیتي همکاریو پراختیا بلل کیږي چې هرکال په غړو هیوادو کې دوره یې غونډې کوي.

د دې سازمان غړو نن په تاجکستان کې په خپله کلنۍ غونډه کې په سیمه کې د مخدرو موادو د قاچاق د مخنیوي په اړه هم خبرې وکړې.
XS
SM
MD
LG