د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

د ملالې یوسفزۍ د څيرې یوه نقاشي به په نیویارک کې لیلام شي


په پاکستان کې د نجونو د تعلیم لپاره د مبارزې ملالې یوسفزۍ د څيرې یوه نقاشي یا پورټریټ [Portrait] به راتلونکي میاشت په نیویارک کې لیلام شي.

د فرانسې د خبري اژانس په حواله، د ملالې یوسفزۍ دا پورټریټ پيژندل شوي بریتانوي نقاش جانتن یو [Jonathan Yeo] نقاشي کړی او د تیر کال له سپټمبر راهیسې د لندن د پورټریټ نقاشیو په ملي ګالري [National Portrait Gallery] کې نندارې ته ايښودل شوی وو.

د ملالې یوسفزۍ د څيرې دا نقاشي تقریبا یو متر مربع طول او عرض لري چې په روغني رنګ جوړه شوې ده .

په نیویارک کې د دې لیلام تنظیمونکو فرانس پرس ته ویلي، چې د ملالې یوسفزۍ د څيرې دا نقاشي ښايي له شپیتو تر اتیا زرو ډالرو باندې وپلورل شي.

ملالې یوسفزۍ د فرانسې خبري اژانس ته ویلي:

"د دې لیلام په پيسو به له هغو نجونو سره چې په سوریه کې د جګړې له امله اردن ته مهاجرې شوې او همدا راز په پاکستان کې له هغو نجونو سره چې د شاقه کارونو ترڅنګ زده کړې کوي، مرستې وشي."

ملالې یوسفزۍ ویلي، د دې نقاشي شوي اثر اخیستونکی باید ډاډ ولري، چې له داسې سخاوته به يې هغو ماشومانو ته مرستې وشي چې په ډیرو سختو شرایطو کې ژوند کوي.

ملاله یوسفزۍ په ۲۰۱۲ (م) کال کې وسله والو طالبانو د ښونځي په لار کې په سر وویشته، خو ژوندۍ پاتې شوه.

دې ترهغه وروسته نړېوال شهرت پیدا کړ او تیرکال يې نوم د نوبل د سولې جایزې ته هم کاندید وو.
XS
SM
MD
LG