د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۰

"د اوربند تر پایه به د پاکستاني طالبانو او حکومت خبرې مثبتې نتيجې ونه لري"


که څه هم پاکستاني وسله والو طالبانو ددې هېواد له حکومت سره د اوربند تر ختمولو وروسته هم د مذاکراتو د پروسې د جاري ساتلو اعلان کړى ، خو د پاکستان د سياسي چارو ځينې څارونکي په دې باور دي، چې د اوربند تر پايته رسولو وروسته به د دواړو لوريو ترمنځ مذاکرات کومې مثبتې نتيجې ونه لري.

پاکستاني طالبانو د چهارشنبې په ورځ وويل، د پاکستان له حکومت سره اوربند رسما پای رسوي خو لا هم حاضر دي چې له حکومت سره خبرې وکړي.

د پاکستاني طالبانو د تحريک عمومي وياند شاهد الله شاهد وويل، چې دوي نور د اوربند موده نه اوږدوي ځکه چې حکومت د خلکو نيونو ته دوام ورکړي او تر پنځوس تنو زيات کسان يې، چې له طالبانو سره تړلي ول، نيولي دي.

که له يې خوا پاکستاني طالبانو د اوربند تر ختمولو وروسته هم د مذاکراتو د روانې لړۍ د جاري ساتلو اعلان کړى، خو د پاکستان د دفاعي چارو کارپوه او پخوانى پوځي متقاعد بريګيډير سعد خان وايي، د پاکستان پوځ او ولس به دا ونه زغمي، چې يو خوا دې پر دوى بريدونه روان او بل خوا دې مذاکرات.

نوموړي په دې اړه ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، چې د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ به د مذاکراتو روانه لړۍ وځنډېږي:

" نه دوى ويلى شي نه هغوى ويلي شي مذاکرات ختم شول، څه طريقه کار به وي، څه شرايط به وي خو يو بۀ هم دا نه وايي چې مذاکرات ختم شول. خو لکه څرنګه چې د جنګ بندۍ يو حد و او دا ختم شو، نو داسې به په مذاکراتو کې هم يو تعطل [ځنډ] راځي او د پاکستان پوځ او عام ولس ته به دا ناقابل قبول وي، چې په لويه پيمانه بۀ دهشتګردي کېږي او له هغوى سره به خبرې هم جاري وي."

پاکستاني وسله والو طالبانو د روان کال د مارچ په لومړۍ نېټه له حکومت سره يو مياشتنى اوربند اعلان کړ، چې بيا وروسته يې دا اوربند د اپريل تر لسمې نېټې پورې اوږد کړ.

د پاکستان د سياسي او روانو چارو کارپوه قريش خټک له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، د پاکستاني وسله والو طالبانو له خوا د اوربند تر پايته رسولو دا ويل ستونزمن دي، چې آيا دا مذاکرات به کامياب شي که نه:

" دا مذاکرات چې دي، دا څه بدل غوندې مذاکرات دي او په دې اړه د ډېرو خلکو تحفظات هم دي چې دا څرنګه په مخ باندې روان دي؟ او په دې کې يو سټ بيک [ شاته تګ] دا هم دى چې کومه جنګ بندي شوې وه، هغه هم ختمه شوه.

اوس دا ويل ډېر ګران دي چې ددې نتيجه به څه وي، آيا دا به کاميابېږي که نه؟ د امن لپاره مذاکرات څه اسان کار نه دى، خو پکار دا وه چې دا جنګ بندي اوږده شوې واى او د دواړو طرفونو باندې په يو بل باندې اعتماد وى او د اعتماد په فضا کې مذاکرات شوي واى، نو دا به ډېر سودمند وى."


قريش خټک زياته کړه، طالبانو د اوربند په ختمولو ثابته کړه، چې د دوى ځينې غړي له حکومت سره د سولې د خبرو اترو مخالف دي او نه غواړي، چې دا پروسه دې پرمخ ولاړه شي.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستاني طالبانو تحريک ددې هېواد له حکومت سره تر هغې وروسته اوربند رسما پاى ته ورساوه، چې د پاکستان حکومت څو ورځې وړاندې يو شمېر د ټېټې کچې غيرجنګي طالب بنديان خوشې کړل، خو طالبان د خپلو سلګونو بنديانو خلاصون غواړي او وايي، چې د پاکستان پوځ دې د افغانستان پولو ته له نژدې قبايلي سيمو ووځي او د سولې د خبرو اترو لپاره دې د شمالي يا جنوبي وزيرستان په قبايلي سيمه کې "امن سيمه" جوړه کړي.

راپور: ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG