د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۸

امریکا: اداري فساد افغان ګمرکې عوايد تقريباً پر نيمي درولي


امريکايي ادارې اندېښنه لري چې اداري فساد د افغانستان ګمرکې عوايد تقريباً پر نيمي درولې دي.

ګمرکي محصول د افغانستان د عوايدو لومړنۍ سرچينه ده او په ګمرک کې اداري فساد کولای شي هېواد دې ته اړ کړي چې مهم خدمات قطع کړي څو د بودجې له خسارې او نيمګړتيا ځان وژغوري.

په کابل کې د امريکا سفارت په واشنګټن کې مقاماتو ته اندېښنه ښوولې ده، چې په افغانستان کې د ګمرک اداري فساد ستونزه په ناسم وخت کې را مخته شوه.

د واشنګټن ټايمز د راپور له مخې په کابل کې د امريکا سفارت وايي، په داسې حال کې چې بهرني پوځونه له افغانستانه وځي او نوی ولسمشر ټاکل کيږي، دغه ستونزې د نوې بې ثباتۍ څرګندونه کوي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د ځانګړي استازي مرستيال، جارټ بلانک، واشنګټن ټايمز ته ويلي دي، چې نوی افغان ولسمشر به ځيني ګرانې سياسي پرېکړي کوي، څو ګمرکي ګټې زياتې کړي او دولتي لګښت کم کړي.

بلانک په يوه ليکلې بیان کې واشنګټن ټايمز ته ويلي دي، چې
په ګمرک کې د اداري فساد پر خلاف او د محصولاتو په راټولولو کې د افغانستان دولت ځيني مثبت ګامونه پورته کړي دي.

بلانک زياته کړې ده، چې په دې کې شک نشته چې په افغانستان کې اداري فساد يوه اساسي ستونزه ده.

د بلانک د خبرو ترڅنګ، د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا له خوا د مرستو د تفتيش ځانګړې سرپلټونکې ادارې يا سيګار له خوا د دې موضوع په هکله يو راپور خپور شوی دی.

په دې راپور کې ځانګړې سرپلټونکي جان ساپکو ويلي دي، اټکل کيږي د اداري فساد له لاسه د افغانستان ګمرکې ګټې خپل ځای ته نه رسيږي يا نيمېږي.

د افغانستان ګمرکي ګټې له ۶۹۸ میليونه ډالره څخه تر ۱.۱ مليارده ډالره پوري دې، چې د افغانستان د دولت د ټول عايد نيمه برخه جوړوي.

د افغانستان مقامات او د سيګار اداره په دې باور دي چې که د اداري فساد مخه ونيول شي، دا ګمرکې ګټې دوه چنده کيدای شي.


راپور: ملالۍ بشير
XS
SM
MD
LG