د لاسرسي لېنکونه

ترابي: په وروستیو۶میاشتو کې د فساد پر ضد لازمه مبارزه نه ده شوې


د اداري فساد پر وړاندې د څارنې او ارزونې خپلواکې کمیټې، له فساد سره د مبارزې په اړه د ځینو دولتي ادارو د لاسته راوړنو او ناکامیو په هکله راپور خپور کړ.

د دې کمیټې چارواکو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د دوی د وروستیو شپږو میاشتو څارنه ښيي چې د کډوالو د راستنولو چارو وزارت او د پانګونې د ملاتړ ادارې په چارو کې شفافیت او د فساد پر ضد مبارزه کمزورې ده.

دوی په ایساف ځواکونو هم انتقاد وکړ، چې د شهید داوود خان د روغتون د ورکولو درملو په هکله یې عدلي ارګانونو ته معلومات نه دي ورکړي.

خو د کډوالو چارو وزارت او ایسا ادارې بیا دغه انتقادونه رد کړل.

تفصیل د خان محمد سیند په راپور کې اورو:
XS
SM
MD
LG