د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۳

وردګ: فارغو شوو کسانو ته دې د کار زمینه برابره شي


د افغانستان د پوهنې وزارت له تخنیکي او مسلکي زده کړو څخه نن شاوخوا شل زره کسان فارغ شول.

د پوهنې وزیر فاروق وردک له همدې امله جوړو شوو مراسمو کې له خصوصي او دولتي ادارو غوښتنه وکړه، چې دې کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.

د پوهنې وزارت له اوه څلویښت بېلابېلو تخینکي او مسلکي برخو څخه دا شل زره محصلین په داسې حال کې فارغیږي، چې دمګړۍ په افغانستان کې له پوهنتونونو څخه زیات شمېر فارغ شوي کسان بې کاره دي.

د پوهنې وزیر ډاکټر فاروق وردک چې د فراغت په غونډه کې ګډون کړی وو، له ټولو خصوصي او دولتي سکټورنو څخه وغوښتل څو دغو فارغینو ته کار ورکړي.

ښاغلي وردک د کار مارکیټ ته د دغو ځوانانو دننه کیدل مهم وبلل:

″له لوی خدای نه غواړم هغه موسسې چې کار رامنځ ته کوي، شغل ایجادوي او کار پیدا کوي، دغه ځوانه متخصیصه بشري قوه ته د خپل هېواد د پرمختګ او د دې لپاره چې هېواد مو د بشري قوې په برخه کې په ځان متکي شي کارونه پیدا کړي.″

یادو فارغینو په تېرو دو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې مسلکي زده کړې کړي دي.

د پوهنې وزیر زیاتوي، چې په تېرې یوې لسیزې کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په برخه کې ډیر پرمختګونه شوي.

نوموړی زیاتوي، چې دولس کاله وړاندې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په برخه کې یوازې څوارلس تعلیمي مرکزونه و، خو اوس یې شمېر ۲۹۳ مرکزونو ته رسیږي.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال په ټول هېواد کې شاوخوا یو لک ځوانان په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

د افغانستان د صعنتکارانو ټولنې مشر شیر باز کمین زاده چې د فراغت په دې مراسمو کې ګډون کړی و، وویل، چې د کار مارکیټ د ضرورت په اساس به ټولو فارغینو ته د کار زمینه برابر کړي.

د پوهنې وزارت زیاتوي، چې تر راتلونکو پینځو کلونو پورې به د تخنیکي او مسلکي مرکزونو شمېر ۵۳۳ ته لوړ کړي.
XS
SM
MD
LG