د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۷

وقاد: منفي هڅې د سولې بهیر نشي اغیزمن کولای


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د ملااغا جان معتصم له لادرکه کیدو سره سره به د سولې لپاره پیل کړیو وروستیو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

د سولې د عالي شورا مسوولین وایي، چې د اغا معتصم د موندلو لپاره یې هڅې روانې دي.

ملا آغا جان معتصم په داسې حال کې لادرکه کیږي، چې د سولې عالي شورا ورسره په نږدې راتلونکې کې د سولې په اړه بله غونډه کوله.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، هڅې رواني دي چې د ملا اغا جان معتصم وموندل شي او دده په مشرۍ له یو شمېر پخوانیو طالب چارواکو سره د سولې پیل شوې پروسه بیرته نورمال حالت ته راوګرځي.

د سولې د عالي شورا غړي قاضي امین وقاد د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې د ملا اغا جان معتصم لادرکه کیدل به د افغانستان د سولې په پروسې منفي تاثیر ونه کړي.

ښاغلي وقاد وویل، چې د اغا جان معتصم د موندلو لپاره هڅې روانې دي:

″د سولې پروسه یوه افغاني پروسه ده او د افغانانو په استازیتوب خپلو هڅو ته دوام ورکوي، هغه اندیښنې چې د اغا جان معتصم په اړه رامنځ ته شوي هڅې روانې دي چې له منځه یووړل شي او هغه بیرته خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي خو د سولې پروسې درول په هېواد کې دننه او بهر په کوم چا پورې اړه نه لري.″


په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو د یوه پخواني چارواکې ملا اغا جان معتصم د لادرکه کیدو خبر څو ورځې مخکې د یو شمیر ملي او نړیوالو رسنیو له لارې خپور شو.

د بهرنیو چارو وزارت هم دغه خبره د دوشنبې په ورځ تایید کړه.

د رپوټونو له مخې په تیرو دوو میاشتو کې د وسله والو طالبانو شاوخوا شل تنو پخوانیو چارواکو په متحده عربي اماراتو کې له افغان حکومت سره د سولې خبرې اترې پیل کړې وې.

د افغانستان د سولې عالي شورا ویلي و چې د اغا جان په مشرۍ له دې ډلې سره د یوې بلې غونډې لپاره تیاری نیسي.

په هغه وخت کې د ملا آغا جان معتصم ژمنه کړې وه چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو اترو ته دوام ورکوي، خو له دې خبرو څه موده وروسته لادرکه شو.

دا چې ملا آغا جان معتصم ولې لادرکه شو او د هغه ورکیدل د سولې په بهیر څومره اغیر کوي دا مو د سیاسي چارو له کارپوه جاوید کوهستاني نه وپوښتل.

″دا مذاکرات د پاکستان له لوري سبوتاژ کیدای شي او پاکستان په متحده عربي اماراتو ډیر نفوذ لري.

زه دا کار د پاکستان د اسختباراتو بولم، او د معتصم اغا جان په وړاندې چې کوم کار شوې زه فکر کوم چې له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو اترو دروازه بندیږي او یقیناَ چې کلي به یې له پاکستان سره وي.″


تر دې مخکې هم د وسله والو طالبانو یو شمیر چارواکې او غړي چې هڅه یې کړې له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي وژل شوي او یا هم په یوه نه یوه ډول یې مخه نیول شوې ده .

د سیاسي چارو کتونکې د دې ټولو منفي اقداماتو تر شا د پاکستان لاس بولي او ټینګار کوي، څو چې افغان حکومت په افغانستان کې دنننه وسله والو طالبانو ته د خبرو اترو زمینه مساعده نه کړي د سولې دا هڅې به نتیجه ورنکړي.

خو پاکستاني چارواکې دا ادعاوې ردوي او وايي د افغانستان د سولې له پروسې سره تر خپله وسه مرسته کوي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG