د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

شفیقي: په خپل سر د ډکو شویو صندقونو رایې باید باطلې شي


د افغانستان د مدني ټولنو د همغږۍ مرکز وایي، د رایو ورکولو هغه صندقونه چې د بې نومه رایو ورکوونکو له خوا ډک شوی، باید باطل شي.

د دې مرکز چارواکو د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، دا درغلی د انتخاباتو په ورځ په یو شمېر ولایتونو کې شوی او دوی یي مستند راپور د انتخاباتو خپلواک او د انتخاباتي شکایتونه کمیسیونونو ته سپارلي دي.

د افغانستان د مدني ټولنو د همغږی مرکز، د انتخاباتو له خپلواک او انتخاباتي شکایتونو له کمیسونونو څخه غواړي، د رایو کوم صندقونه چې په درغلیو ډک شوی، باید باطل اعلان او رایي یي له شمېره وغورځول شي.

د دې مرکز چارواکو د سې شبنې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، ناظرینو یي د هېواد د شپیږ ولایتونو په مرکزونو کې داسې صندقونه څارلي چې د رایو ورکوونکو له راجسټر کولو پرته ډک شوی دی.

د دې مرکز ویاند زبیر شفیقي وویل، دا ډول درغلۍ تر نورو مهمې او د انتخابات پر شفافیت اغیز کولای شي:

″بې نومه رایي چې په ځینو مرکزونو کې د سیمه ییزو انتخاباتي کار کوونکو، زوره ورو او یا نورو افراد له خوا صندقونو ته اچول شوي، دا درغلی مهمه ده او د انتخاباتو پر نتایجو ناوړه اثر کولای شي، دا هغه څه دي چې زموږ ناظرینو د یو شمېر ولایتونو په انتخاباتي مرکزونو کې لیدلي دي.″

د مدني ټولنو د همغږي مرکز چارواکو وویل، د دوی څاروونکو دا ستونزه د میدان وردکو، غزني، نورستان، کندز، کندهار او فراه په ځینو سیمو کې لیدلې ده.

دوی دا هم وویل، سربیره پر دې درغلي، اوه ډوله نورې مستندې درغلی یې هم څارلي او د ټولو راپور یي د انتخاباتو خپلواک او د انتخاباتو شکایتونونو کمیسیون ته په رسمي توګه سپارلي دي.

د دې مرکز مسئولینو دا هم وویل، د دوی څارونکو د انتخاباتو په ورځ د هېواد په شاوخوا پنځه ویشتو ولایتونو کې د څه کم څلورسوه مرکزونو کارونه څارلي دي.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون چارواکي هم په درغلیو سره د رایو د صندقونو ډکېدل یوه ستونزو بولي، چې په ځینو سیمو کې لیدل شوې ده.

دې کمیسیون ویلي، چې د انتخاباتو په هکله یي څه کم دوه زره شکایتونه ترلاسه کړي چې څیړل یي روان دي.

د مشرانو جرګې غړو هم د سې شنبې په ورځ د دوی په عمومي غونډه کې په انتخاباتو کې پر درغلیو خبرې وکړې.

د مشرانو جرګې ريیس فضل الهادي مسلمیار د انتخاباتو د خپلواک او د انتخاباتي شکایتونو له کمیسیونونو وغوښتل چې، د انتخاباتي نتایجو له اعلانیدو د مخه دی، پاکې رایي له ناپاکو بیلې کړي:

″موږ د انتخاباتو خپلواک او د انتخاباتي شکایتونو کمیسیونونو ته وخت ورکوو چې د پاکو او ناپاکو رایو په تشخیص کې دې، د هر هیڅ ارګان تر تاثیر لاندې نه راځي او په پوره دقت دې دا رایي یو تربله بیلې کړي، څو د افغانستان د خلکو د رایو درناوی شوی وي.″

بل خوا د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وویل، چې د پاکو او ناپاکو رایو د بیلولو کار یې پیل کړی دی.

د دې کمیسیون د دارالانشا رییس ضیاالحق امرخیل وویل، تر اوسه پنځه سوه صندقونه په نښه شوي چې رایې یې باید له سره وشمیرل شي او په اړه یی نورې څیړنی هم وشي.

هغه وویل، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون خلکو ته ډاډ ورکوي چې پاکې او ناپاکې رایې به سره بیلوي.

خو ځینې کتوونکې وايي له تخنیکې پلوه دا کار اسانه هم نه دی ځکه چې د درغلیو د ثابتولو لپاره کره شواهدو ته ضرورت لیدل کېږی.

راپور: خان محمد ″سیند″
XS
SM
MD
LG