د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۲

خلک: بهرنیو ځواکونو په څرخ ولسوالۍ کې یو کس وژلی


د لوګر د څرخ ولسوالۍ په لسګونو قومي مشرانو د دوشنبې په ورځ د افغانستان ولسي جرګې ته شکایت وکړ، چې بهرنیو ځواکونو په دې ولسوالۍ کې یو کس وژلی او دوه ماشومان یې له نیولو وروسته شکنجه کړي دي.

دوی په یوې احتجاجي غونډه کې د ملي شورا مخې ته راټول شوي وو.

له بلې خوا د ولسي جرګې رییس له دې قومي مشرانو سره له کتنې وروسته دا پیښه وغندله.

بهرنیو ځواکونو په دې اړه څه نه دي ویلي خو پخوا تر دې یې دارنګه ادعاوې رد کړي دي.

په دې اړه تفصیل دناجيې ساپۍ په رپوټ کې اورﺉ.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:51 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG