د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۹ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۰۷

"له قسمي پایلو داسې ښکاري، چې انتخابات دوهم دور ته لاړ شي"


کرسچن ساینس مانیټر، واشنګټن پوسټ او وال سټریټ ژورنال د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو د نسبي نتایجو د اعلان په اړه ځیني مطالب خپاره کړي.

کرسچن ساینس مانیټر ورځپاڼه وایې، د یکشنبې د ورځې له دغو نتایجو داسې ښکاري چې عبداله عبداله او اشرف غني احمدزی به د انتخاباتو په دوهم دور کې سیالۍ ته ودریږي.

په دغه مطلب کې راغلي چې دواړو کاندیدانو له لویدیځ سره د نويو اړیکو د پیلولو وعده کړې او دا یې هم ویلي، چې له امریکا سره به امنیتي او دفاعي تړون چې ولسمشرکرزي رد کړی، لاسلیکوي.

دغه ورځپاڼه د چارواکو له قوله لیکي، چې دغه نتایج نسبي دي او ښایې تغیر وکړي.

خو د ورځپاڼي په باور شمېرل شویو رایو ته په پام سره داسې ښکاري، چې د افغانستان د ولسمشرۍ له اتو کاندیدانو څخه به هیڅ یو یې دومره رایې پوره نه کړي چې د دوهم دور انتخاباتو څخه مخنیوی وکړي.

کرسچن ساینس مانیټر لیکي، عبداله عبداله د دغو نتایجو تر اعلان وروسته اسوشیتد پریس ته ویلي، له زلمي رسول سره یې چې په دریم کتار کې ولاړ دی، خبرې کړي خو د ایتلاف د احتمال په اړه بحث یې تروخت دمخه بللی دی.

ورځپاڼه زیاتوي اشرف غني احمدزی ډاډه دی، چې د انتخاباتو د بشپړو نتایجو په اعلان سره به لومړی مقام واخلي.

واشنګټن پوسټ بیا په یوه مقاله کې لیکلي، سره له دې چې عبداله عبداله په لس فیصده نتایجو کې لومړی دی، خو وایې د پنځوس جمع یو رایو د پوره کولو څخه، چې د ولسمشرې لپاره د بریالیتوب معیار دی، لېرې دی.

دغه ورځپاڼه لیکي، ډیری امریکایې او لویدیځ چارواکي ترجیح ورکوي چې د افغانستان انتخابات دوهم دور ته ولاړ نه شي.

د واشنګټن پوسټ په وینا ډیرلګښتونه، د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي ګواښونه او په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو د حضور په برخلیک کې ځنډ راتلل هغه اندیښنې دي، چې د دوی په خبره د دوهم دور انتخاباتو په صورت کې رامنځته کیدای شي.

دغه چارواکي وړاندیز کوي، چې د اشرف غني او عبداله یو ځای کیدل به د انتخاباتو له دوهم دوره مخنیوی وکړي.

په دې مانا چې یو کس باید له سیالۍ څخه لاس واخلي او په راتلونکي حکومت کې خدمت وکړي.

واشنګټن پوسټ د عبداله له قوله لیکي، چې وایې اشرف غني به د ده د ولسمشرې په دوره کې یوازې د یوه متعهد اپوزیسیون په حیث رول ولوبوي.

عبداله ویلي، چې که د خلکو د رایو پراساس د انتخاباتو د دوهم دور په اړه پریکړه وشي، نو خلک باید وتوانیږي چې خپله قضاوت وکړي.

ورځپاڼه د اشرف غني هغو ټکو ته اشاره کړې، چې وایې د انتخاباتو په دوهم دور کې باید خلک له دوو مخکښو کاندیدانو د انتخاب پریکړه وکړي.

وال سټریټ ژورنال هم لیکلي، چې عبداله او اشرف غني چې له نورو کاندیدانو وړاندې دی په ډاډ ویلي چې د انتخاباتو په لومړي دور کې ګټونکي دي.

وال سټریټ ژورنال په یوه بل مطلب کې د یوه بل کاندید ګل اغا شیرزي هغو خبرو ته اشاره کړې، چې وایې دی په انتخاباتي سیالیو کې د ملي خیانت قرباني شوی دی.

ګل اغا شیرزی د لومړنیو نتایجو په نتیجه کې پنځم مقام اخستی او ادعا یې کړې، چې په هلمند، کندهار، ننګرهار، کندز، نیمروز او نورو ولایتونو کې هغه رایې د سیمه ییزو چارواکو له خوا سوځول شوي چې د ده په ګټه صندوقونو ته اچول شوي وې.

ورځپاڼي د ده په حواله لیکلي، چې وایې هغه کسان باید مجازات شي چې په درغلیو کې لاس لري.
XS
SM
MD
LG