د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

دفاع وزارت د ای اس ای د پخواني رییس حمید ګل څرګندونې رد کړې


د افغانستان د دفاع وزارت د پاکستان د استخباراتي شبکې ای اس ای د پخواني رییس جنرال حمید ګل څرګندونې رد کړې چې ویلي یې دي طالبانو او امریکا له انتخاباتو مخکې یو ډول سازش کړی ترڅو طالبانو د انتخاباتو په جریان کې حملې ونه کړي.

جنرال حمیدګل دا څرګندونې د پاکستان له یوه خصوصي تلویزیون سره په مرکې کړي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د پاکستان د استخباراتي شبکې د پخواني رییس متقاعد جنرال حمید ګل څرګندونې رد کړي چې ویلي یې دي، طالبانو له امریکا سره د یوه سازش له مخې د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو په ورځ حملې ونه کړي.

حمید ګل له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په یوې مرکې کې ویلي، چې طالبانو له امریکا سره جوړ جاړی کړی و ترڅو په دې ورځ حملې ونه کړي او په دې توګه د افغان ځواکونو توانايي زیاته وښودل شي.

خو د دفاع وزارت په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې دا څرګندونې په کلکه رد کړي او ویلي یې دي، چې طالبانو او بهرنیو ملاتړو یې زیاتې هڅې وکړې چې د افغانستان انتخابات زیانمن کړي خو ونه توانیدل.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان خلک حمید ګل پیژني چې تل د افغانستان پر ضد خبرې کوي.

جنرال حمیدګل دا څرګندونې د پاکستان له یوه خصوصي تلویزیون سره په مرکې کړي دي.

د پاکستان د ای اس ای د شبکې پخوانی رییس جنرال حمید ګل وخت په وخت د افغانستان په حالاتو له رسنیو سره خبرې کوي.

دی په خپلو خبرو کې په ډاګه د طالبانو د دریځ ملاتړ کوي.

د ده د وروستیو څرګندونو په اړه امریکايي چارواکو تراوسه څه نه دي ویلي، خپله د طالبانو ادعا هم د حمید ګل له څرګندونو سره په ټکر کې ده.

له انتخاتو وروسته طالبانو ادعا وکړه، چې د حمل په پاړسمه یې په افغانستان کې له زرو ډیرې حملې وکړې.

خو د افغانستان د دفاع وزارت په اعلامیې کې راغلي، چې وسلوالو طالبانو د دوه زور نهم کال د جمهوري ریاست د انتخاباتو په پرتله د حمل د شپاړسمې نیټې د انتخاباتو په ورځ ډیرې حملې وکړې خو د انتخاباتو بهیر ته یې زیان ونه شو رسولای.

د اعلامیې له مخې په دې ورځ وسلوالو مخالفینو شپږ سوه او نوي حملې کړې وې.

دا چې له دومره حملو سره سره په افغانستان کې انتخابات ګډوډ نشول او شاوخوا اوو ملیونو خلکو پکې ګډون وکړ، د افغانستان انتخابات امنیتي ځواکونه د هیواد دننه او بهر وستایل شول.
XS
SM
MD
LG