د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۰

د روسیې ولسمشر د اوکراین په ختیځ کې حالات څاري


کرملین وايي، د روسیې ولسمشر ویلادیمير پوتین د اوکراین په ختیځ کې حالات څاري او په اړه یې ژوره اندېښنه لري. د کرملین ویاند ډیمیټري پیسکوف وايي، ولسمشر پوتین شخصاً د اوکراین له ختیځ څخه څو پیغامونه تر لاسه کړي چې؛ خلک له نوموړې د مرستې غوښتنه کوي.

د کرملین ویاند په دې اړه چې په مشخصه توګه د مرستې څه ډول غوښتنه ورڅخه شوې؛ څه نه دي ویلي.

له بلې خوا روسي چارواکي وايي، ولسمشر ویلادیمير پوتین، پر امریکايي ولسمشر بارک اوباما ټینګار کړی دی چې؛ د اوکراین حکومت دې، د دې هیواد په ختیځ کې د اعتراض کونکو پر ضد د زور له کارونې منعه کړي.

د دواړو مشرانو ترمنځ د دوشنبې په ورځ له ټیلفوني خبرو وروسته کرملین په یو بیان کې وویل، پوتین هغه ادعاوې رد کړې چې؛ ګوندې د اوکراین د ختیځ په اعتراضونو کې روسي ایجنټان لاس لري او دا یې د ناسمو معلوماتو پر بنسټ اوازې وبللې.

پوتین ویلي، دا اعتراضونه هغه عامه غوسه څرګندوي چې؛ د اوکراین په ختیځ کې د روسیې ژبو د ګټو د تامینولو سره د اوکراین د حکومت د نه لیوالتیا له کبله راپورته شوې ده.

سپینې ماڼۍ تایید کړې ده چې؛ دواړو ولسمشرانو خبرې کړې دي خو تر اوسه پورې یې ددې خبرو اترو د جزییاتو په اړه څه نه دي ویلي.

د اوکراین د ختیځ په یو شمیر ښارونو کې کې تر لسو زیات حکومتي دفترونه او د پولیسو ماموریتونه روسي پلوو اعتراض کونکو نیولې دي.

د اوکراین حکومت او لویدیځ روسیه تورنوي چې په دې اعتراضونو کې لاس لري.

د اوکراین حکومت وايي، که اعتراض کونکې زر تر زره خپله له حکومتي ودانیو څخه ونه وځي؛ نو دوی به یې پر ضد عملیات وکړي او له حکومتي ودانیو به یې وباسي.

بل خوا سپینې ماڼۍ تایید کړې ده چې؛ د "سي. ای. اې" (CIA) مشر جان برینان (John Brennan) د تیرې اونۍ په پای کې اوکراین ته سفر کړی و.

د سپینۍ ماڼۍ ویاند جي کارني پرون خبریالانو ته وویل چې؛ برینان اروپا ته د خپل عادي سفر په ترڅ کې کییف ته تللی وو.

د سپینۍ ماڼۍ ویاند زیاته کړې ده، د دې خبرې کول بې ځایه دي چې وویل شي؛ د برینان سفر د امنیتي چارواکو ترمنځ د عادي همکارۍ پرته د بل کوم څه په اړه و. نوموړې وویل، د امریکا او روسیې امنیتي چارواکو په تیرو کلونو کې سره بیا بیا کتلي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف تر دې مخکې په کییف کې د برینان د موجودیت په اړه د امریکا له متحدو ایالتونو څخه د توضیحاتو غوښتنه کړې وه.
XS
SM
MD
LG