د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۹

د قسمي نتایجو د اعلان په اړه ځیني پوښتنې


د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو د قسمي نتایجو د اعلان په اړه مقالې او تبصرې خپري دي.

ملي ارمان ورځپانې په خپلې سرمقالې کې لیکلي، معلومه نه ده چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ولې له انتخاباتو اته ورځې وروسته یوازې د لسو فیصدو رایو نتایج اعلان کړل.

ملي ارمان لیکلي دا ښکاره ده چې؛ د انتخاباتو خپلواک کمیسیون او د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون تیز کار نه کوي.

ورځپاڼې لیکلي خلک منتظر دي، چې یاد کمیسیونونه هر څومره ژر چې کیدای شي خپلې کارونه بشپړ کړي.

محور ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې د قسمي نتایجو د اعلان په اړه ځیني پوښتنې را ولاړې کړي دي.

د محور په سرمقالې کې راغلي، ولې د اتو ولایتونو رایې په دې نتایجو کې شاملې نه دي؟

ورځپاڼې همدا راز انتقاد کړی چې ولې د دې نتایجو اعلان دوه ځلي وځنډیده.

د لیکوال په باورد انتخاباتو خپلواک کمیسیون له بهره تر فشار لاندې راغلی و او د ځینو معاملو له مخې یې د یوه ځانګړي کاندید په ګټه قسمي نتایج اعلان کړي دي.

د هېواد دولتي ورځپاڼې سرمقاله هم د قسمي نتایجو د اعلان په اړه ده.

په سرمقالې کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د رییس یوسف نورستاني خبرې راخیستل شوي چې ویلي یې دي، دغه نتایج وروستي نه دي او د نورو نتایجو له اعلان سره ښايي د ځینو کاندیدانو د رایو فیصده لوړه او د ځینو نورو بیرته راټیټه شي.

په سرمقالې کې همدا راز راغلي دي، چې د انتخاباتو د کمیسیون یو شمېرچارواکي او د جمهوري ریاست ځیني کاندیدان دا وخت د بهرنیو سفارتونو له خوا میلمستیاوو ته بلل کیږي.

هېواد لیکلي ځیني هېوادونه په دې توګه هڅه کوي چې ماتې خوړلي کاندیدان هم په راتلونکې حکومت کې برخه ولري.

ورځپاڼې لیکلي دا هغه مغرضې لاسوهنې دي چې د افغانستان ملي حاکمیت ګواښوي.

ویسا ورځپاڼې خپله سرمقاله په افغانستان کې د سولې د پروسې په اړه لیکلي.

ویسا لیکلي چې په متحده عربي اماراتو د پخواني طالب چارواکي ملااغا جان معتصم نظر بند کیدل د سولې د هڅو د مخنیوي بل ثبوت دی.

په سرمقالې کې راغلي، چې د یوې مودې راهیسي معتصم چې له افغان دولت سره یې د سولې مذاکرات پیل کړي وو، نظر بند یا هم لا درکه دی.

ویسا لیکلي دا کار د هغو لوریو پر فشار شوی دی چې نه غواړي په افغانستان کې سوله راشي.
XS
SM
MD
LG