د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

افغانانو ثابته کړه چې دوی زموږ د ملاتړ مستحق دي


نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو قسمي نتیجې ښیي، چې ممکن انتخابات دوهم دورته لاره پیدا کړي.

د ورځپاڼې په وینا د افغانستان د انتخاباتو کمیسیون پرون د انتخاباتو د نتیجې یوه برخه اعلان کړه، چې له مخې یې د جمهوري ریاست کاندید عبدالله عبدالله تر ټولو ډیرې رایې ګټلي او بل کاندید اشرف غني احمدزي هم دوهم مقام ګټلی دی.

د ورځپاڼې په وینا د ترسره انتخاباتو دغه نتیجه هغه احتمال چې ممکن دوهم دور انتخابات ترسره شي، ډیر قوي کوي.

نیویارک ټایمز لیکي، د انتخاباتو پر نتیجې ښایي پراخې درغلۍ ډیر اغیز وکړي.

د ورځپاڼې په وینا د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د یکشنبې په ورځ وویل، ډیر جدي شکایتونه یې تر لاسه کړي چې ښایي د څیړلو لپاره یې وخت غزولو ته اړتیا وي.

امریکایي پیتسبورګ پوست ګزیته خپرونه، افغانانو ثابته کړه چې دوی زموږ د ملاتړ مستحق دي، ترسرلیک لاندې د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شورا ګانانو د ترسره شویو انتخاباتو په اړه په یوه مطلب کې لیکي، کله چې افغانان د رایې مرکزونو ته لاړل چې نوی ولسمشر وټاکي، افغان ټولنیزو رسنیو د ښځینه رایې ورکونکو یو شمېر حیرانونکې عکسونه خپاره کړل.

خپرونه لیکي:

په دغو عکسونو کې ښځې لیدل کېږي چې د رایې په مرکزونو کې په کتارونو کې ولاړې دي، چادري یې اغوستي او د باران د مخنیوي لپاره یې پلاستیکونه پر سر نیولي چې د خپرونې په وینا دوی په دې کار سره د ښځو او شخړو په اړه د طالبانو له کړو وړو سره سخت مخالفت څرګند کړ.

لیکوال د یوې زړې ښځې د عکس یادونه کوي چې په ویلچېر کې ناسته ده، رنګ شوې ګوته یې پورته نیولې او وایي، چې دې ځکه رایه ورکړه چې که په وینا یې ترڅو پورې چې ښځې رایې ورنه کړي د کارونو د ښه کېدو تمه دې نه کوي.

د خپرونې په وینا دغه انتخابات یواځې د ښځو لپاره نه بلکې د هېواد د راتلونکې لپاره هم مهم و.

دوی دا هم وښوده، چې ولې باید د امریکا متحده ایالات له کابل سره په اقتصادي او امنیتي برخو کې کلکې اړیکې وساتي.

بلې امریکایي ډیلي بیست خپرونې د افغانستان په اړه د هغو ژباړونکو مسله څیړلې، چې له امریکایي ځواکونو سره یې کار کړی او غواړي چې امریکا ورته پناه ورکړي.

خپرونه لیکي:

په داسې حال کې چې امریکا له افغانستانه وتلو ته تیاری نیسي، ابراهیم خان د هغو زرګونو ژباړونکو له ډلې یو دی چې اکثره وختونه پرې حملې کېږي خو تر اوسه پورې د امریکا ویزې ته منتظر دي.

ډیلي بیست لیکي:

د امریکا متحده ایالات چې په روان کال کې له افغانستانه د په زرګونو عسکرو د ایستلو لپاره تیارۍ نیسي او د جګړې له ډګره پام د ټپیانو پر درملنې متمرکز کوي، دا هېواد باید د جګړې یوه بله ډله هم هیره نه کړي.

د خپرونې په وینا په زرګونو افغان ژباړونکو چې خطرونه یې په ځان منلي او په افغانستان کې یې د امریکایي ځواکونو په خوا کې کار کړی اوس د طالبانو او نورو سخت دریځو ډلو له خوا ورته د مرګ ګواښونه کېږي.

ډیلي بیست لیکي، دوی د امریکا د ویزې پر شرایطو برابر هم دي خو د امریکا حکومت ورته د ویزې ورکولو پروسه ډیرو ورو مخ ته وړي.

د خپرونې په وینا شاوخوا پنځه زره افغانان چې د امریکا له حکومت او د دې هېواد له پوځ سره د کارکولو په خاطرد حملو له خطرسره مخامخ دي، د امریکا ویزې ته انتظار دي.

تر اوسه پورې امریکا د ۲۰۰۹ کال پروګرام له مخې چې کانګرس تصویب کړی د څلورو یوې برخې ته ویزې صادرکړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۱۴ کال د سپټمبر میاشت چې د ویزې د نویوغوښتن لیکونو لپاره وروستۍ نیټه ده، په رانژدې کېدو ده، هره ورځ نوي کسان له امریکا د ویزې اخیستو فورمونه ډکوي.
XS
SM
MD
LG