د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۶

د پکتيا یو شمېر اوسیدونکي: له محکمو تر پوزې راغلي يو


د پکتپا ولايت اوسېدونکي په دې ولايت کې د قضايي او عدلي ارګانونو څخه سرټکوي او ادعا کوي چې کارونه یې په ځنډ او د پيسو ورکولو په صورت کې خلاصيږي.

د پکتيا اوسېدونکي وايي، چې په عدليي او قضايي ارګانونو کې يې پرته د پيسو له ورکړې دوسيې نه خلاصيږي او غوښتنه لري که چېرې نوی حکومت رامنځته کيږي په دواړو ارګانونو کې دې په پراخه کچه اصلاحات راولي.

د دې ولايت اوسېدونکي وايي چې دغه ارګانونه يې د دې ترڅنګ چې پرېکړې په ځنډ کوي او چارې يې ځنډوي، او ورته خنډونه جوړوي :

"عدليي او قضايي ارګانونه پرته له دې چې له چا کومې پيسې ترلاسه کړي کارونه نه خلاصوي، او که نوی حکومت رامنځ ته کيږي چې په دې برخه کې پراخ تغير رانه شي، دا ستونزې نه شي هوارېدلی"

"دلته خلک راشي، په ورځو، ورځو په ښار کې پراته وي ورته کارونه يې په ځنډ سره خلاصيږي"

همدا خبره په پکتيا کې د مدني ټولنو فعالان او د ولايتی شورا وکيلان هم مني او وايي چې خلک رښتيا هم د عدليي او قضايي اورګانونو له چارو ناخوښ دي، د مدني ټولنې فعال ډاکټر عبدالهادي حماس:

"په ټول افغانستان کې خلک د عدليي او قضايي ارګانونو څخه تمه نه لري چې د دوی له پاره دې کار وکړي، دوی يوازې د خلکو څخه د ګټې په فکر کېږي"

خلک دا شکايتونه په داسې حال کې کوي چې په ولسي جرګه کې د پکتيا د خلکو استازي وايي چې د ولايتي ادارې له بې کيفاتي څخه يې ټول ولسونه ځوريږي.

د پرلپسې هڅو سره، سره په دې بريالي نه شو چې د عدليي او قضايي ارګانونو د مسولينو نظر په دې اړه ترلاسه کړو.

راپور - داود تپان – پکتيا
XS
SM
MD
LG