د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۸ سلواغه ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۴۹

م.م د اوکراين پر وضعيت د بحث لپاره بېړنۍ غونډه راوبلله


په نيويارک کې د ملګرو ملتونو امنيت شورا د اوکراين په ختيځ کې د زياتېدونکي بحران په اړه د بحث لپاره يوه بېړنۍ غونډه راوبلله.

په ملګرو ملتونو کې د اوکراين استازي امنيت شورا ته په خپله وينا کې وويل: له خپلو روسي شريکانو غواړو خپل هغه اعمال ودروي، چې هدف يې د اوکراين ځمکنۍ بشپړتيا تر پوښتنې لاندې راوستل دي.

خو په ملګرو ملتونو کې د روسيې سفير ويتالي چورکين امنيت شورا ته وويل: د اوکراين په ختيځ کې د حکومت له خوا د پراخو پوځي عملياتو اعلان اندېښمن کړى دى.

چورکين زياته کړه، کېيف بايد د دې هېواد په ختيځ کې د خلکو په وړاندې د زور کارول ودروي او يو واقعي ډيالوګ پيل کړي.

خو په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيرې سمنتا پاور وويل، د اوکراين بې ثباتي په بشپړه توګه په روسيه کې دننه او د روسيې له خوا رهبري شوې ده.

له بلې خوا په ملګرو ملتونو کې د اوکراين سفير يوري سرګي يف وايي، د اوکراين بحران د روسيې له خوا جوړ شوى دى.

دا په داسې حال کې ده، چې په ملګرو ملتونو کې د بريتانيا سفير مارک ليال ګرنت وويل، د امنيت شورا د سپوږمکۍ تصويرونه ښيي چې له ٣٥زرو نيولې تر ٤٠زرو پورې روسي سرتېري چې په وسلو سمبال دي، د اوکراين پولې څېرمه ځاى پرځاى شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د فرانسې سفير بيا وويل، د اوکراين راتلونکى بايد د اوکراين د خلکو په لاس مشخص شي.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا وروسته له هغې د روسيې په غوښتنه بېړنۍ غونډه کوي، چې د اوکراين سرپرست ولسمشر وويل، چارواکي په پام کې لري، چې د دې هېواد په ختيځ کې د تروريستانو پرضد عمليات وکړي.

الکساندر تورچينوف وويل چې د اوکراين د پوځ له خوا دغه عمليات د روسي پلوه بېلتون غوښتونکو پرضد ترسره کېږي.
XS
SM
MD
LG