د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

د ولسمشرۍ د انتخاباتو قسمي نتایج اعلان شول


د افغانستان د انتخاباتو خپلوا ک کمیسیون د یکشنبې په ورځ له غرمې وروسته په کابل کې په یوې خبري ناسته کې د لس فیصدو رایو قسمي نتایج اعلان کړل.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رييس ډاکتر یوسف نورستاني وویل، تر دې دمه د جمهوري ریاست دکاندیدانو څه باندی پنځه لکه رایې شمېرل شوي دي.

ده وویل، تراوسه د قسمي نتایجو له مخې ډاکترعبداله عبداله، له اوو نورو کاندیدانو څخه زیاتې رایې وړي او په لومړي درجه کې حسابیږي:

"ډاکتر صاحب عبداله دوه لکه، دولس زره، درې سوه، دولس رایې ګټلي چې یوڅلویښت اعشاریه، نهه فیصده کیږي.

ډاکترصاحب اشرف غني یولکو نوي زره، پنځه سوه، یوشپیته رایې ګټلي چې اوه دیرش اعشاریه، شپږ فیصده کیږي.

ډاکټر زلمي رسول، نهه څلویښت زره، اته سوه، یوویشت رایې وړي چې، نهه اعشاریه، اته فیصده کیږي."


ښاغلي نورستاني وویل، دا رایې د ۲۶ ولایتونو له مختلفو مرکزونو څخه د انتخاباتو کمیسیون ته رسیدلي دي چې؛ ټولې یې پاکې دي.

د یاد کمیسیون چارواکو وویل، له دوی وروسته عبدالرب رسول سیاف پنځه ویشت زره، شپږ سوه، نهه اویا رایې ګټلي چې پنځه اعشاریه یو کیږي.

قطب الدین هلال دیارلس زره پنځه سوه شپږ دېرش چې دوه اعشاریه اوه فیصده کیږي.

ګل اغا شیرزي یوولس زره، یوسلو، دوه دیرش رایې وړي چې؛ دوه اعشاریه دوه فیصده کیږي.

داوود سلطانزوی دوه زره څلورسوه، دوه څلویښت رایې وړي چې؛ صفر اعشاریه پنځه فیصده او امین ارسلاح یوزرو درې سوه، شپیته رایې وړي چې، صفر اعشاریه درې فیصده کیږي.

ښاغلي نورستاني وویل، د رایو دا شمېر ثابت نه دی؛ ځکه د ټولو ولایتونو نتایج نه دي بشپړ شوي.

ده وویل، د رایو شمیرنه روانه ده او هره ورځ به په کې بدلون رامینځته شي:

"په دې رایو کې بدلون راځي.

په نږدې ورځو کې چې پنځه لس، یا شل فیصده نوري رایې هم وشمېرو، په دغې شمیر کې نوي نوي بدلونونه رامینځته شي."


په پام کې وه چې د دې انتخاباتو قسمي نتایج د شنبې په ورخ اعلان شي؛ خو د انتخاباتو د کمیسیون له خوا یو ورځ وځنډول شول.

د دې کمیسیون چارواکو داهم وویل، د مشکوکو رایو په هکله څیړنې روانې دي.

دوی داهم وویل، دا له امکانه لیرې نه ده چې، د ځینو مرکزونو هغه رایې چې درغلۍ په کې ثابتې شي؛ باطلې اعلان شي.

د انتخاباتو کمیسیون د معلوماتو له مخې د ټولو پاکو رایو لومړي نتایج به د ثور په څلورمه نېټه اعلان کړي.

راپور: خان محمد سیند

پخواني معلومات:

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ولسمشرۍ د انتخاباتو قسمي نتایج اعلان کړل.

د انتخاباتو د خپلواک کیمسیون مشر احمد یوسف نورستاني د پایلو د اعلان پر مهال وویل چې؛ دغه نتایج له ۲۶ ولایتونو څخه د راټولو شویو رایو لسمه برخه ده؛ چې دوی یې اعلانوي.

د نن ورځې د پایلو د اعلان له مخې ډاکټر عبدالله عبدالله ۴۱ سلنه، اشرف غني احمدزي ۳۸،۶ سلنه، زلمي رسول ۹،۸ سلنه، استاد سیاف ۵،‍۱ سلنه، قطب الدین هلال ۲،۷ سلنه، ګل اغا شیرزي ۲،۲ سلنه، داوود سلطان زوی، ۰،۵ سلنه او هدایت امین ارسلا ۰،۳ سلنه رایې ترلاسه کړي دي.

ښاغلي نورستاني وویل، چې دا یوازې د راټولو شویو رایو لس فیصده دي؛ چې دوی اعلان کړه او هره ورځ به شمېره بدلون مومي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په وینا، د انتخاباتو لومړي نتایج به د غويي یا ثور په څلورمه او وروستي نتایج به د غويي په ۲۴مه اعلان کړي.
XS
SM
MD
LG