د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۹

"د امو سیند له نفتي حوزې نه هره ورځ ۵۰۰ ټنه نفتي مواد استخراجیږي"


د پطرولیم رییس جلیل جمراني
د پطرولیم رییس جلیل جمراني
که څه هم دا مهال افغانستان ترډیره خپل نفتي مواد له بهره راواردوي؛ خو د کانونو او پطرولیم وزارت مسوولین وایي؛ چې د آمو دریا له حوزې څخه هره ورځ شااوخوا پنځه سوه ټنه نفتي مواد استخراجیږي.

د دې وزارت د پطرولیم رییس جلیل جمراني وایي؛ دا استخراج له تېرو دوو میاشتو راهیسې پیل شوي او استخراج شوي نفتي مواد هم د افغانستان دننه مصرفیږي.

ښاغلي جمراني د یکشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل؛ چې د دغو اندازې نفتي موادو استخراج دوی ته د قناعت وړ نه دي؛ دا چې ولې؟ نوموړی یې په اړه وایي:

"دا تېرو دوو میاشتو کې دغه استخراج پیل شوی دی؛ خو په هغې سطحه استخراج نه دی، چې موږ یې غواړو، موږ غوښتل چې په اول کال دوه نیم لکه ټنه استخراج وکړو؛ مشکل دا دی، چې موږ په افغانستان کې غټه تصفیه خانه نه لرو؛ دا اوس چې څومره استخراج لرو؛ مثلاً د ورځې درې سوه، څلورسوه، پنځه سوه ټنه دا د افغانستان دننه مصرفیږي."

د پطرولیم مسوولین وایي، چې د افغانستان تیل ډير غلیظ دي؛ چې په کمه اندازه ورڅخه ډیزل او پطرول او په زیاته اندازه قیر او نور نفتي مواد جوړیږي.

د آمو دریا حوزې د تیلو د اکتشاف او استخراج قرار داد په ۱۳۹۰ کال کې د چین له یوې کمپنۍ سره لاسلیک شو؛ چې په ۱۳۹۲ کې یې استخراج پیل شو.

د تېر ۱۳۹۲ کال په اسد میاشت کې د ځینو ستونزو له امله دغه استخراج ودرید او دوه میاشتې مخکې بیرته پيل شو.

په دې حوزه کې د تیلو درې څاګانې کیندل شوي او اټکل کیږي چې، په درې زره کیلو متره مربع ځمکه کې به یې نفتي مواد موجود وي.

د تیلو دا حوزه له ترکمنستان سره په ګډه پوله کې پرته ده چې؛ له جوزجانه پیلیږي او په خپل مسیر کې تر هراته پورې رسیږي.

د کانونو وزارت د پطرولیم رییس جلیل جمراني وایي؛ په آمور دریا حوزه کې د میلیونونه بیلره تیلو موجودیت تثبیت شوی او زیاتوي، چې افغانستان به په راتلونکو څو کلونو کې د نفتي موادو له کبله په ځان بسیا شي.

"دا منطقه چې ده ډېره غټه ده، موږ دلته اتیا میلیونه بېرله نفتي مواد تثبیت کړي دي؛ د آمو دریا په دې درې بلاکونو کې، نو انشاالله کوشش د افغانستان د حکومت دا دی چې؛ په آینده څلور پنځو کلونو کې د افغانانو د نفتو مشکل ټول حل کړو."

داسې اټکل کیږي چې، د افغانستان په دوه لکه او اویا زره متر مربع ځمکه کې به نفتي مواد موجود وي؛ خو تراوسه نفتي مواد په اته زره متر مربع ځمکه کې تثبیت شوي.

په افغانستان کې د ګازو او نفتو پنځه لویې حوزې مشخصې شوي؛ چې د کندز او تخار په سیمو کې د افغان تاجک، په هرات کې د تیرپل، د هلمند، په پکتیکا کې د کټواز او په سرپل، جوزجان او فاریاب کې د امو دریا د نفتو حوزه ده.

د آمور دریا د نفتو او د شبرغان له ګازو پرته په نورو مشخص شوو حوزو کې تراوسه هیڅ کار نه دی شوی.

چارواکي وایي چې د نفتو او ګازو په پروژو کار کول، زیاتې بودجې او ډیر وخت ته اړتیا لري.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG