د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

له دولت شاه نه فرشغان ته د غځيدلي سړک چارې پيل شوې


د لغمان ولایت له دولت شاه ولسوالۍ څخه فرشغان ته د غځيدلي سړک چارې پيل شوې.

د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک ازادۍ راډيو ته ویلي،د دولت شاه ولسوالۍ نه تر فرشغان سیمې پورې پر اولس کیلومټره غځيدلي سړک د جوړیدو کار پيل شو.

ځواک وايي، د دې سړک په جوړیدو سره به د څه باندې دولس سووه کورنیو د تګ راتګ ستونزه اواره شي:

"د دې سړک په اوږدو کې د ۱۲ مترو په اوږدوالي یو پل، ۳ واشونه، ۸۷ پلچکونه او ۶۳۳ متره استنادي دېوال هم په پاخه او اساسي شکل جوړېږي چې ۱۸ قریې او ۱۲۰۰ کورنۍ به یې له ګټې برخمنې شي"

د سرحدي ځواک په خبره پر دې سړک باندې شاوخوا پینځه پنځوس میلونه افغانۍ مصرف راځي،چې د کلیو او پراختیا وزارت تر چتر لاندې د نړیوال بانک لخوا ورکړل شوي دي.
XS
SM
MD
LG