د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

"له خبریالانو سره د تاوتریخوالي د پیښو د څیړلو کمیسیون جوړ شو"


د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او څیړلو لپاره یو ځانګړی کمیسیون جوړ شوی.

د دې وزارت چارواکي وایي، چې د امنیتي ارګانونو، لویې څارنوالۍ، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لوړ پوړي چارواکي او دوه تنه مجرب خبریالان د دې کمیسیون غړي دي.

دا کمیسیون چې ځانګړی او باصلاحیته بلل کیږي په افغانستان کې به د خبریالانو پر ضد د هر راز تاوتریخوالي پیښې څیړي او د عاملینو د مجازات کولو لپاره به یې هلې ځلې کوي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، چې دا کمیسیون د دې وزارت په وړاندېز جمهور رییس منظور کړی او په را روانه اونۍ کې به خپله لومړنۍ غونډه هم وکړي.

د دې وزارت سلاکارجلال نوراني ازادي راډیو ته وویل، چې د امنیتي ارګانونو، لویې څارنوالۍ، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یو شمېر لوړ پوړي چارواکي او دوه تنه تکړه خبریالان د دې کمیسیون غړي دي.

د ښاغلي نوراني په خبره دا کمیسیون به د هغوي خبریالانو دوسیې هم وڅیړي، چې په تیرو څو کلونو کې په افغانستان کې یا وژل شوي او یا هم ورسره تاوتریخوالی شوی:

"دا کمیسیون جوړ شوی او خپل کار به له خیره ژر پیل کړي.

دا کمیسیون نه یوازې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي راتلونکې پیښې څیړي بلکې هڅه کوي چې پخوانۍ پیښې هم چې لا تر اوسه پټې پاتې دي په جلا ډول وڅیړي کوښښ دا دی چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي عاملین د قانون له منګلونه ونه تښتي."


دا ځانګړی کمیسیون په داسې حال کې جوړیږي چې په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات بلل کیږي اوله دې امله ډیرکله اندیښنه څرګنده شوې.

په تیرو څو کلونو کې په افغانستان کې څو تنه خبریالان وژل شوي، یو شمېر وهل شوي، ګواښونه ورته شوي او ان بندیان شوي هم دي.

له دې جملې نه په هلمند کې د عبدالصمد روحاني، په کندز کې د سلطان احمد منادي او د نوروز په شپه په کابل کې د احمد سردار د وژلو پیښې د بیلګې په توګه یادولی شو.

دغه راز په دې وروستیو څو ورځو کې د ازادي راډیو پخوانی خبریال لمرنیازی په خوست ولایت کې لومړی وتښتول شو او بیا سخت ووهل شو.

د خبریالانو او له هغوي څخه د دفاع د کمیټو شکایتونه دا دي چې د خبریالانو پرضد د تاوتریخوالي د پیښو دوسیو ته لازمه رسیدګي نه ده شوې.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم له همدې امله اندیښنه څرګندوي او وایي، چې له دې وروسته به دا کمیسیون د هر خبریال پر وړاندې د تاوتریخوالي د هر راز پیښې څیړنه کوي.

په همدې حال کې د نۍ یا په افغانستان کې له ازادو رسنیو نه د ملاتړ ادارې مسوول مجیب خلوتګر که څه هم دا کمیسیون تشریفاتي بولي خو هیله څرګندوي چې ښه نتیجه ورکړي:

"په تیرو وختونو کې په افغانستان کې د حکومت له خوا ډیر کمیسیونونه جوړ شوي خو کومه د پام وړ نتیجه یې نه درلوده.

دا کمیسیون هم ډیر تشریفاتي بڼه لري، خو زه هیله لرم چې وکولای شي د خبریالانو او خبریالي په برخه کې اغیزمن کار وکړي."


د ښاغلي خلوتګر په خبره د روان میلادي کال له پیله تر اوسه په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي څه باندې شل پیښې ثبت شوي دي.

ده وویل، په دې پیښو کې څلوریې د وژنو، څلور یې د بندي کولو او پاتې نور یې د خبریالانو د وهلو او ګواښونو پیښې دي چې دوی یې سخت اندیښمن کړي دي.

په افغانستان کې له خبریالانوڅخه د دفاع کمیټې وایی که چیرې په دې هیواد کې د خبریالانوپروړاندې د تاوتریخوالي د پیښومخه ونه نیول شي نود دوی پرفعالیتونوبه ډیره منفی اغیزوکړي.

راپور: نسیم شفق
XS
SM
MD
LG