د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۳

جمراني: په ۲۰۱۵ کال کې د ټاپي د عملي کار پیلېدوته چمتو یو


افغان چارواکي د ټاپي پروژې اهمیت ته په کتو ټینګار کوي چې؛ افغانستان د ترکمنستان چارواکو له غوښتنې سره سم په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د دې پروژې د عملي کارونو پیلیدوته تیار دی.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې؛ د ټاپي پروژې تخنیکي مطالعه پیل شوې او افغانستان ورته پنځه ملیونه ډالره بودجه هم بیله کړې ده.

د دې وزارت د پروګرامونو رییس جلیل جمراني د شنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې؛ افغانستان هم په دې هڅه کې دی چې د ټاپي پروژې د پایپ لاین د غځولو کارونه ژر پیل شي:

"د افغانستان، پاکستان او هند له خوا د دې پروژې په اړه هیڅ ستونزه نشته، تخنیکي مطالعه یې پیل شوې.

که ترکمنستان د دې پروژې عملي کوونکي شرکتونه ژر درې نورو هېوادونو ته معرفي کړي؛ نو زه ډاډه یم چې، په ۲۰۱۵ کې به یې عملي کارونه پیل شي.


په دې صورت کې به د ۲۰۱۷ میلادي کال ترپایه یا تر۲۰۱۸ میلادي کاله هند او پاکستان ته ګاز ورسول شي."


ټاپي چې د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو د اولس سوه پنځه دیرش کیلومټره د پایپ لاین غځولو پروژه ده؛ په سیمه کې یوه له ډیرو مهمو اقتصادي پروژې څخه بلل کیږي.

د دې پروژې تړون د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند ترمنځ په ۲۰۱۰ میلادي کال کې لاسلیک او په ۲۰۱۲ میلادي کال کې یې د معاملې اسناد هم بشپړل شول.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې؛ پردې پروژې به نږدې یوولس ملیارده ډالره لګښت راشي او هرکال به درې دېرش ملیارده متره مکعبه طبیعي ګاز هند او پاکستان ته انتقال کړي.

په همدې حال کې د اقتصادي چارو څیړونکي وایي چې؛ ټاپي پروژه سربیره پردې چې د غړیو هېوادونو ته ډېره اقتصادي ګټه لري، له سیاسي او امنیتي پلوه هم د سیمې لپاره ډیره مهمه ده.

د کابل پوهنتون د اقتصاد استاد تاج محمد اکبرهم ورته نظر لري؛ خو وایي چې؛ افغان حکومت باید د دې پروژې د عملي کېدو لپاره چټک او مسوولانه اقدام وکړي:

"که ښه او مسوول او کاري دولت رامنځ ته شي چې؛ خدمات ترسره او اقتصادي، ټولنیزو او پرمختیایي مسایلو ته ډېر پام وکړي؛ نوهرو مرو به پردې پروژې په خپل وخت کارپیل شي.

که بیاهم فاسد حکومت رامنځ ته شي، خپل مسوولیتونه ونه مني او امنیت نه وي موجود نوبیا به هم دا پروژه همداسې پاتې وي او موږ به فرصتونونه نه ګټه پورته نه کړو."


د افغانستان د کانونو اوپټرولیم وزارت وایي؛ له ټاپي پروژې نه به هرکال افغانستان ته پنځه سوه ملیونه ډالره ګټه ورسیږي او ګڼ شمېرافغانان به په کې په کار بوخت شي.

د دوی په خبره افغانستان به هم د ټاپي پروژې د ګازو له پایپ لاین نه یوه اندازه ګاز ترلاسه کړي اوپه راتلونکې کې کولای شي؛ خپل طبیعي ګازهم د همدې پایپ لاین له لارې پرهند او پاکستان وپلوري.

راپور: نسیم شفق
XS
SM
MD
LG