د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

خوست: چاودنو ۲پولیس وژلي او ۵ نور یې ټپیان کړي دي


ارشیف
ارشیف
نن ماسپښین شاوخوا یوه بجه په خوست ښار کې دوې بمي چاودنې وشوې، چې له کبله يې لږ تر لږه دوه تنه پولیس وژل شوي او پنځه نور پولیس ټپیان شوي، چې د یو تن پولیس روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.

لومړنۍ چاودنه د خوست ښار په لویدیز کې، پروژې پل ته نږدې او دویمه چاودنه هم د خوست ښار د تڼیو اډې ته څېرمه شوې ده.

د خوست د ولایت مقام ویاند مبارز محمد ځدراڼ ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې په یادو دواړه پېښو کې دوه تنه پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان دي:

"په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ؛ چې نن د شنبې ورځې غرمه مهال په خوست ښار کې د دوو چاودنو په ترڅ کې زموږ د ملي پولیسو شپږو تنو ته مرګ ژوبله واوښته؛ په دې کې دوه تنه پولیس شهیدان شوي او څلور تنه يې ټپیان دي، چې د عاجلې درملنې په موخه د خوست ولایتي روغتون ته انتقال شوي دي.

بناءً د پيښې په تړاو هم د خوست ولایت مشرتابه ټولو امنیتي؛ کشفي او دفاعي ځواکونو ته سپارښتنه کړې، چې د پېښې په تړاو هر څومره چې ژر کیږي، پلټنې وکړي او هغه څوک چې په دغو پېښو کې لاس لري، هغوی د قانون منګولو ته وسپاري."


مبارز ځدراڼ وړاندې وویل، چې دواړه پيښې ملکي تلفات نه لري او یوازې د پولیسو دوه رینجر موټرونه قسماً زیانمن شوي دي.

خو د خوست د ولایتي روغتون رییس ډاکټر عبدالمجید منګل ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې د اولې چاودنې څخه د وژل شویو پولیسو دوه جسدونه او یو تن ټپي پولیس وروړل شوي دي؛ خو د دویمې چاودنې د سیمې څخه څلور ټپي پولیسان وروړل شوي؛ چې د یوه تن روغتیايي حالت نازک دی.

خوست والي عبدالجبار نعیمي هم د یوې خبرپاڼې د خپرولو له لارې په خوست ښار کې د یادو بمي بریدونو غندنه کړې او هغه يې د هېواد او خلکو د دښمنانو کار بللی دی.

وسله والو طالبانو د دواړو پېښو مسوولیت پر غاړه اخیستی.

د یاودنې وړ ده، د تېرې چهارشنبې په ورځ هم په خوست ښار کې دوو پرلپسي بمي چاودنو دوه تنه پولیس وژلي؛ څلور پولیس او څلور ملکي وګړي يې ټپیان کړي ول.

پخواني معلومات:

نن ماسپښین شاوخوا یوه بجه په خوست ښار کې دوې بمي چاودنې وشوې؛ چې له کبله يې لږ تر لږه دوه تنه پولیس وژل شوي او پنځه نور پولیس ټپیان شوي، چې د یو تن پولیس روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.

لومړنۍ چاودنه د خوست ښار په لویدیز کې، پروژې پل ته نږدې او دویمه چاودنه هم د خوست ښار د تڼیو اډې ته څېرمه شوې ده.

د خوست د ولایتي روغتون رییس ډاکټر عبدالمجید منګل ازادي راډیو ته وویل؛ چې د اولې چاودنې څخه د وژل شویو پولیسو دوه جسدونه او یو تن ټپي پولیس وروړل شوي دي؛ خو د دویمې چاودنې د سیمې څخه څلور ټپي پولیسان وروړل شوي، چې د یوه تن روغتیايي حالت نازک دی.

د خوست امنیه قوماندانۍ یوې سرچینې هم ازادي راډیو سره په خبرو کې د نوم نه ښودلو په شرط د پيښو پخلۍ کړی او ویلي يې دي، چې په دواړو پېښو کې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د یادو پیښو مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی؛ هڅه کوو چې د دواړو پېښو په اړه نور مالومات هم راغونډ کړو، چې پيښه ملکي تلفات او یا نور مالي او ځاني زیانونه هم لري او کنه؟

د یاودنې وړ ده، د تېرې چهارشنبې په ورځ هم په خوست ښار کې دوو پرلپسي بمي چاودنو دوه تنه پولیس وژلي، څلور پولیس او څلور ملکي وګړي يې ټپیان کړي ول.
XS
SM
MD
LG