د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۳

"د انتخاباتو کمیسیونونه دې د هیڅ چا تر اغیز لاندې نه راځي"


د افغانستان ولسي جرګه وايي، د انتخاباتو خپلواک او د انتخاباتي شکایتونو کمیسیونونه باید په خپلو چارو کې د هیڅ یوه ارګان تر اغیز لاندې رانه شي؛ د جرګې ريیس عبدالرووف ابراهیمي د شنبی په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې وویل؛ د قانون له مخې ولسي جرګې دا صلاحیت لري چې د دواړو کمیسیونونو چارې په دقت سره وڅاري او له سره پرې غور وکړي.

ابراهیمی وویل، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون خپلواک دی او باید خپلواک عمل وکړي:

"موږ د انتخاباتو پرخپلواک او د انتخاباتي شکایتونو پر کمیسیونونو غږ کوو چې؛ په هیڅ صورت دې د خلکو ارادې دې له پامه نه غورځوي.

ولسي جرګه د قانون له مخې دا صلاحیت لري چې؛ د هغوی هر ډول اجراات وڅاري.
دا کمیسیونونه باید د هېڅ دولتي یا غیر دولتي ارګان یا د کوم کاندید تراغیزلاندې را نه شي او د افغانستان خلکو ته دې روښانه ځواب ولري."


د ولسي جرګې ريیس وویل، پخوا تردې یې هم د انتخاباتو په هکله اعلامیې خپرې کړي او اوس یې هم ملاتړ کوي.

ولسي جرګه په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې؛ ځینو سازمانونو په د انتخاباتو د درغلیو په هکله یولړ څرګندونې کړي دي.

د افغانستان د مدني ټولنو فدراسیون ویلي چې؛ داسې اسناد یې ترلاسه کړي چې؛ په انتخاباتو کې درغلۍ ښيي.

په دې ورځ د ولسي جرګې یوشمېر غړو هم وویل؛ چې ځینو زوره ورو د انتخاباتو په پروسه کې لاسوهنې کړي دي.

دوی سربېره پر دې ستونزې، په ځینو مرکزونو کې د رایو پاڼو په کموالي هم شکایتونه وکړل.

ځینو وکیلانو وویل، د انتخاباتو او د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون مسوولین باید یوتره بله هم اهنګي جدي کړي:

"۱- په انتخاباتو کې د خلکو پراخ ګډون و؛ چې تر یوه حده یې د تقلب مخه ونیوله.

۲- د انتخاباتو د خپلواک او د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیونونو د رییسانو په نظریاتو کې تناقص لیدل کیږي.

کله وايي سرغړونې ډیرې وې او کله وايي، په دې بهیر کې بدلون نه راولي.
د دوی له خبرو دا نتیجه اخیستلی شو چې؛ دوی غواړي د خلکو له ارادو سره لوبې وکړي."


د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ريیس ازادي راډیو ته ویلي چې؛ تراوسه یې شاوخوا دوه زره شکایتونه ترلاسه کړي چې؛ څېړل یې روان دي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون او د انتخاباتي شکایتونو کمیسیونو ډېر ځله خلکو ته وعدې ورکړي چې؛ په انتخاباتو کې به د خلکو د رایو درناوی کیږي.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون دا هم ویلي؛ په کومو مواردو کې چې درغلۍ شوي دي، دوی به پاکې رایې له ناپاکو څخه جدا کړي؛ څو د دې پروسې شفافیت تضمین شي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG