د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

ډېرامکان لري چې انتخابات دویم پړاو ته ولاړ شي


د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د انتخاباتو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.

ویسا:

ویسا ورځپانې په خپلې سرمقالې کې لیکلي؛ ډیر امکان لري چې د جمهوري ریاست انتخابات دویم پړاو ته ولاړ شي.

په سرمقالې کې راغلي د دویم دور انتخابات هم ترسره کیدای شي، ځکه همدا ولس او همدا د انتخاباتو کمیسیونونه به وي.

ویسا لیکلي په دویم دور کې به د درغلیو امکان هم کم وي ځکه چې په لومړي دور کې چې چا درغلۍ کړي دي؛ هغوی به رسوا شي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې هم په خپلې سرمقالې کې لیکلي چې؛ په لومړي دور کې ښايي ګټوونکي معلوم نشي او سر له اوسه داسې هڅې روانې دي چې؛ د دویم دور د انتخاباتو د مخنیوي لپاره د مطرحو کاندیدانو ترمنځ یو ایتلافي حکومت رامنځ ته شي.

ورځپاڼې د ایتلافي حکومت جوړېد د هېواد په ګټه نه بولي او لیکلي یې دي، د همداسې یوه حکومت نه په تیښته خلک د رایې صندقونه ته تللي دي.

سرنوشت لیکلي، که د ایتلافي حکومت په وسیله د دویم دور انتخاباتو مخه نیول کیږي؛ نو دا به د ملت رایو او ارادې ته یو سپکاوی و اوسي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې لیکلي؛ د انتخاباتو نتیجه معلومه ده او که مهندسي نشي دویم دور ته نه ځي.

ورځپاڼې په خپل یوه مطلب کې لیکلي چې؛ دا مهال د مطرحو کاندیدانو او د سیاسي شخصیتونو ترمنځ د راتلونکي حکومت د تشکیل په اړه سلا مشورې روانې دي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي؛ د خلکو په رایو باید ملنډې ونه وهل شي.

هېواد په خپلې سرمقالې لیکلي، په تېرو انتخاباتو کې د درغلیو او سرغړونو ادعاوې باید جدي وڅیړل شي.

په سرمقالې کې انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون د رییس عبدالستار سعادت خبره راخیستل شوې چې؛ ویلي یې دي، په درغلیو او سرغړونو کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د کارکوونکو د لاس لرلو په اړه ډير شکایتونه وررسیدلي دي.

هېواد لیکلي، له ولس سره هم همدا وېره وه چې؛ د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون یو شمیر کارکوونکي به له ډلو ټپلو سره لاره ولري او بې طرفي به ونه ساتي.

په مطلب کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د رییس یوسف نورستاني خبره هم راخیستل شوې؛ چې ویلي یې دي، که ثابته شي چې د یاد کمیسیون کوم کارکوونکی یا کارکوونکي په درغلیو او سرغړونو کې لاس لري؛ نو عدلي او قضايي ارګانونو ته به یې ور وپیژني.
XS
SM
MD
LG