د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

د واک سپارلو وروسته به هم حامد کرزی اغېزمن رول ولري


د ازادۍ راډيو خبري مرکز— د تقريباً ديارلسو کلونو وروسته، حامد کرزی به بالاخره د ولسمشرۍ واک راتلونکي ولسمشر ته سپاري. خو د واک سپارلو وروسته به هم دی اغېزمن رول ولري او دا په دې چې د ولسمشرۍ لپاره درې واړه مخکښو کانديدانو ويلي دي چې که ولسمشري د دوی شي، دوی به کرزي ته د مشاور په توګه په خپل دولت کې ځای ورکړي.

ولسمشرکرزي د افغانستان د اساسي قانون له مخې نه شي کولای چې د درېيم ځل لپاره ولسمشرشي خو دا هم پټه خبره نه ده چې دی غواړي له دې وروسته چې نوی ولسمشر وټاکل شي، د هېواد په چارو کې مرکزي رول ولوبوي.

څېړونکې وايي، چې ولسمشرکرزی په پټه د همدې لپاره چې په راتلونکې دولت کې اثر ولري، کار کړی دی.


اشرف غني له اسوشېټډ پريس سره په يوه مرکه کې ويلي دي، چې که دی ولسمشر شي نو جمهور ريس کرزي ته به د مشاورې دنده ورکړي.

د انتخاباتو لومړی پړاو د اپرېل په پنځمه ترسره شو او که ضرورت پېښ شي، دوهم پړاو به د مئ په مياشت کې وي.

زلمی رسول او عبدالله عبدالله يې هم مني

زلمي رسول د ګارډين خبري رسنۍ ته تېره مياشت ويلي وو، چې حامد کرزی به خپل رول لوبوي ولې، چې ده د يو ځوان سياستوال په توګه د افغانستان په تاريخ کې ونډه درلودلې ده او هغه اوس هم ډېر ملاتړ لري.

ان د ولسمشرکرزي پخواني سياسي مخالف عبدالله عبدالله جمهور ريس ستايلی دی، چې دی اراده لري راتلونکې ولسمشر ته په ښه توګه واک وسپاري چې دا به هېواد کې د لومړي ځل لپاره په ډيموکراتيکه توګه واک سپارنه وي.

په کابل کې د سياسي چارو څېړونکې زبېر شفيقي وايي، چې کېدای شي نوی ولسمشر په راتلونکې کې له حامد کرزي د يو مرکزي روله د خطر احساس وکړي خو پخوانی ولسمشر ډېر ګټور ثابتېدلی شي. ده ازادي راډيو ته وويل:

″ولسمشر کرزی داسې يو څوک دی چې په پښتنو کې ډېر اثر لري او د دې ترڅنګ د هېواد له تاجکو او هزاره و سره هم ټينګې اړيکې لري.

دی اوس هم په هېواد کې د پام وړ ځواک لري.″

حامد کرزی د لومړي وزير په توګه

ډيرڅارونکې وايي، چې ولسمشرپه پټه هلې ځلې کولې چې په راتلونکې دولت کې ځان ته ځای وټاکي.

په داسې حال کې چې ولسمشرکرزي په ښکاره د کوم کاندېد ملاتړ نه دی کړی، داسې څرګندونې شوي وې چې ده د پخواني مشاور زلمي رسول ملاتړ کاوه.

د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزي ازادي راډيو ته وويل، چې کېدای شي دا خبره د واشنګټن خوښه شي چې کرزی دې د راتلونکې ولسمشر مشاور وګومارل شي:

″زه فکر نه کوم چې د واشنګټن او ولسمشر خپل منځي اختلافات کوم ستراتيژيکې بنسټ لري.

واشنګټن به اصلاً خوشاله شي چې ولسمشرکرزی د نوي ولسمشر سره کار وکړي.

نوی ولسمشر به وکولای شي چې د کرزي له تجربو ګټه واخلي.″

که په دې درېيو مخکښو کانديدانو کې څوک پرخپله خبره دريږي او که نه، د ولسمشرکرزي واک ته نږدېوالی ډېر امکان لري.

ملالۍ بشير
XS
SM
MD
LG