د سولې د عالي شورا ځیني غړي وایي، په پام کې ده چې په نږدې راتلونکي کې په متحده عربي اماراتو کې د سولې د شورا او یو شمېر پخوانیو طالب مشرانو ترمنځ بیا خبرې پیل شي.
د دې شورا د اجرایوي کمیټې غړي محمد امین وقاد د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې ولسمشر کرزي هم د متحده عربي اماراتو له صدراعظم سره د سولې پر موضوع خبرې کړي.
په افغانستان کې د سولې د هلو ځلو په لړ کې د سولې عالي شورا تاییدوي، چې یو ځل بیا له یو شمېر پخوانیو طالب مشرانو سره په متحده عربي اماراتو کې خبرې کوي.
د دې شورا د اجرایوي کمیټې غړي محمد امین وقاد که څه هم د دې خبرو اترو دقیق وخت څرګند نه کړ، خو ویې ویل، چې دا خبرې اترې به په نږدې راتلونکې کې وشي.
د ښاغلي وقاد په خبره د سولې عالي شورا او د پخوانیو طالب مشرانو پلاوی به د متحده عربي اماراتو په غونډه کې د وسله والو طالبانو پر مشرانو غږ وکړي، چې د سولې خبرو اترو ته غاړه کیږدي:
"په پام کې ده چې د سولې د عالي شورا یو پلاوی متحده عربي اماراتو ته ولاړ شي او هلته له ملا اغان معتصم او د هغه له نورو ملګرو سره د خبرو نوی پړاو پیل کړي.
دواړه خواوې به له هغو طالبانو څخه چې د ملا محمد عمر په شاوخوا کې دي غوښتنه وکړي چې د سولې په پروسه کې شامل شي. دا خبرې به انشاالله په ښه بڼه دوام وکړي."
په همدې حال کې د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر هم ویلي، چې د سې شنبې په ورځ ولسمشر کرزي هم د متحده عربي اماراتو له صدراعظم شیخ محمد بن راشد ال مکتوم سره پر ټیلیفون خبرې کړي.
د سولې د عالي شورا د اجرایوي کمیټې غړی ښاغلی وقاد هم وایي، چې جمهور رییس کرزي او شیخ محمد پر نورو مسایلو سربیره د افغانستان د سولې پر مسالې او په دې برخه کې د متحده عربي اماراتو پر رول او همکاریو هم خبرې کړي.
د افغانستان د سولې د عالي شورا پلاوي څه موده مخکې هم په متحده عربي اماراتو کې د اغاجان معتصم په مشرۍ د پخوانیو طالب مشرانو له یوه پلاوي سره د سولې پر موضوع خبرې وکړې.
خو ښاغلی وقاد وایي، چې په متحده عربي اماراتو کې د سولې عالي شورا له یو شمېر پخوانیو طالب مشرانو سره دوه ځلي غونډې کړي.
په همدې حال کې سیاسي څیړونکي زبیر شفیقي وایي، چې په متحده عربي اماراتو کې د سولې د عالي شورا او د یو شمېر پخوانیو طالب مشرانو ترمنځ تیرې خبرې اترې د سولې پروسې په برخه کې یو ښه پرمختګ وو.
د ښاغلي شفیقي په خبره که چیرې متحده عربي امارات وغواړي کولای شي په افغانستان کې د سولې په برخه کې مثبت رول ولوبوي:
"متحده عربي امارات د ټولو هېوادونو او سیاسي ډلو لپاره د امن او خبرو اترو ښه ځای دی ځکه چې له ټولو خواوو سره ښې اړیکې لري.
که متحده عربي امارات د افغانستان د سولې په پروسه کې په اخلاص سره اقدام وکړي نو ډیره به ګټوره وي.
په دې خبرو اترو کې د متحده عربي اماراتو له اغیزو هیڅ انکار نه شي کیدی."
په عین حال کې د مولوي وکیل احمد متوکل په څیر ځینو پخوانیو طالب مشرانو له مخکې نه په متحده عربي اماراتو کې د سولې خبرې حاشیوي او بې ګټې بللي دي.
دوی څرګنده کړې ترڅو چې د سولې په خبرو اترو کې د ملامحمد عمر په مشری د طالبانو ډله ګډون ونه کړي نو نتیجه به یې د پخوا په شان منفي وي.
خو یو شمېر نور څیړونکي بیا له دې نظر سره موافق نه دي او وايي، چې د اغاجان معتصم په څیر پخواني طالب مشران اوس هم د وسله والو طالبانو په لیکو کې نفوذ لري او کولای شي د سولې په پروسه کې مهم او مثبت رول ولوبوي.
راپور: نسیم شفق