د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ چنګاښ ۱۴۰۰ کابل ۰۲:۳۰

د پاکستان ولسمشر وايي، له مرورو بلوڅانو سره دې خبرې وشي


د پاکستان ولسمشر ممنون حسين بلوچستان ته پخپل سفر کې ويلي، چې هيڅ ډول ستونځې هم په جګړه نه، په خبرو اترو حل کېږي، ځکه يې حکومت له وسلوالو طالبانو سره مذاکرات پيل کړي دي. ده د بلوچستان ايالتي حکومت ته امر کړى، چې جلاوطنه بلوڅ مشران پخلا کړي او له هغوي سره مذاکرات پيل کړي.

ښاغلي ممنون حسين د تېرکال د سپتبمر پرنهمه نېټه د ولسمشرۍ لوړه وکړه، د پاکستان تر ولسمشر کېدو وروسته په لومړي ځل د سې شنبې په ورځ په دوه ورځني رسمي سفر کوټې ته راغى او دلته يې د ايالتي اسمبلۍ له غړيو، وزيرانو، د بلوچستان له اعلى وزير او والي سره وليدل او د ايالت پر ستونځو يې ورسره خبرې وکړي.

ولسمشرممنون حسين د چارشنبې په ورځ خبريالانو ته په خبرو کې وويل، پاکستان چې اوس له څه ډول امنيتي بحران سره مخامخ دى، دا حالات د پاکستان زېږنده نه دي، بلکې افغانستان د نړېوالو ځواکونو له راتګ سره په پاکستان کې هم ترهګري پيل شوه.

نوموړي له وسلوالو طالبانو سره د مذاکراتو په اړه وويل:

″له طالبانو سره چې خبرې روانې دي، ډېر خلک اوسنۍ تازه پېښو ته په پام سره په دې نظر دي، چې عمليات بايد وشي، خو زه تاسې ته په باور سره وايم، چې په نړۍ کې هر ډول ستونځې پيدا شوې دي، نو د حل تر ټولو غوره لاره يې خبرې اترې دي، خو که خبرې ناکامه شي، نو بيا حکومت مکلف وي چې پر بله لاره فکر وکړي او د خلکو د سر او مال د ساتنې غم و خوري″

ولسمشرممنون حسين وويل، په بلوچستان کې چې په عامو خلکو کې دا احساس دى، چې له دوى سره هغسې چلند نه کېږي، کوم چې د نورو ايالتونو له خلکو سره کېږي او دا ايالت د مرکزي حکومت د پرله پسې بېغورۍ له امله وروسته پاته دى، وايي دا خبره يې واقعيت لري او د دوى حکومت به بلوچستان هيڅکله نور له پامه ونه غورځوي.

ولسمشر حسين وويل، کوم خلک چې په بلوچستان کې د خپلواکۍ خبرې کوي، هغوى دي فکر وکړي، چې خبرې په جګړو نه حل کېږي:

″کوم خلک چې په بلوچستان کې د بېلتون خبرې کوي او د محرومۍ د احساس له امله ځينې خلک مرور دي، له دوى سره د امکان تر حده بايد مذاکرات وشي او دې خبرې ته اماده شي، چې د ستونځې حل په جګړه کې نه دى، تر خپل منځ په کښېنستلو کې دى، له يو بل سره په مرسته او د مينې په وېشلو کې دى، په جګړو هيڅکله هيچېرې هم ستونځې نه دي حل شوې″

ولسمشر ممنون حسين وويل، بلوچستان په معدني وسايلو شتمن ايالت دى او ډېر ژر به په سيمه کې د چېن هېواد په مرسته يوه لويه اقتصادي لاره جوړه شي، له کاشغره تر ګوادره او کراچۍ پورې به څلور زره کيلوميټره سړک جوړېږي او بيا به ورسره د اورګاډي پټلۍ هم غزول کېږي، چې له امله به يې د منځنۍ اسيا او منځني ختيځ د هېوادونو په شمول ايران او افغانستان هم له دغې اقتصادي لارې ګټه واخلي.

رپوټ: بارکوال مياخېل، کوټه
XS
SM
MD
LG