د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

يوسفزى: که پاکستان د طالبانو غوښتنې ونه مني، سوله به ځنډنې شي


د سياسي او روانو چارو کارپوه عقيل يوسفزي
د سياسي او روانو چارو کارپوه عقيل يوسفزي
د پاکستان د سياسي چارو ځينې څارونکي وايي، چې په پاکستان کې له وروستيو تروېستي پېښو داسې برېښي، چې د حکومت او پاکستاني وسله والو طالبانو ترمنځ به د سولې خبرې يو ځل بيا د ځنډ ښکار شي.

په داسې حال کې چې وسله والو پاکستاني طالبانو ددې هېواد له حکومت سره د روان کال د مارچ په لومړۍ نېټه اعلان کړى شوى يو مياشتنى مؤقتي اوربند د روانې مياشتې تر لسمې نيټې پورې غځولى ، د پاکستان په بېلابېلو ښارونو په ترورېستي پېښو کې يو ځل بيا ډېروالى راغلى دى.

د چهارشنبې په ورځ د پاکستان په پايتخت اسلام اباد په يوې سيمه ييزې ميوې منډيي کې بمي چاودنه وشوه، چې په ترڅ د اسلام اباد د امنيتي او روغتيايي چارواکيو په وينا لږ تر لږه ٢٥ کسان مړه او تر ٧٠ زيات ټپيان شول.

که څه هم ددې پېښې مسووليت پاکستاني وسله والو طالبانو نه دى منلى او د دوى استازي او د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند د خيبر پښتونخوا ايالتي مشر پروفيسر ابراهيم د چهارشنبې په ورځ پاکستاني رسنيو ته وويل، چې پاکستان وسله والو طالبانو له دې پېښې ناخبري ښودلې او د اوربند پر ژمنې ټينګ ولاړ دي.

خو د پاکستان د سياسي چارو يو شمېر څارونکي په داسې حال کې چې د وسله والو پاکستاني طالبانو او ددې هېواد د حکومت ترمنځ يو مياشتنى اوربند د پنج شنبې په ورځ (نن) پاى ته رسېږي وايي، که چېرې د پاکستان حکومت د طالبانو غوښتنې ژر ونه مني، نو ښايي د سولې خبرې اترې وځنډېږي.

د سياسي او روانو چارو کارپوه عقيل يوسفزي له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه وويل:

" بعضې هغه قوتونه هم چې دغه د مذاکراتو عمل سبوتاژ کوي او د طالبانو له ولقې نه بهر هم دي، نو د هغوى د بيانونو نه يا د هغوى د پېغامونو نه داسې پته دي، چې هغوى د مذاکراتي عمل او د بنديانو په خوشې کولو د عدم اعتماد اظهار کړى دى او همداراز هغوى دا هم وايي د پيس زون [امن سيمې] چې کومه مسئله ده، په هغې زموږ اعتماد نشته او وايي چې د حکومت اقدامات سست روان دي."

د پاکستان په پايتخت اسلام اباد کې پرونۍ چاودنه تر هغې وروسته شوې ، چې د روان کال د مارچ په درېيمه نېټه هم د همدې ښار پر يوې محکمې ډله ييز وسله وال بريد شوى و، چې په ترڅ کې يې لږ تر لږه ١٣ کسان وژل شوي وو.

عقيل يوسفزى وايي، د طالبانو له پېغامونو او بيانونو داسې برېښي، چې هغوى د حکومت له خوا د سولې لپاره له اخيستو ګامونو خوښ نه دي:

" که حکومت د دوى په مطالباتو باندې فوري طور باندې څه ځواب ورنه کړل او څه اقدامات يې ونه کړل، نو داسې نه برېښي، چې طالبان دې اعلان کړى شوى اوربند بيا وغځوي."

نوموړى همداراز وايي، که څه هم پاکستاني وسله والو طالبانو په پاکستان کې له وروستيو ترورېستي پېښو ناخبري ښودلې ده، خو دا ناشونې ده چې هغوى دې په دې کې لاس ونه لري او په خبره يې، چې په وروستيو بريدونو کې ښکېلې ډلې له طالبانو سره په يوه نه يو ډول اړيکي لري او دوى په يوه نه ډول غواړي، چې حکومت ته د خپل شتون احساس ورکړي.

د يادونې وړ ده، چې دا مهال د پاکستاني طالبانو او ددې هېواد د حکومت ترمنځ د سولې د خبرو اترو دويم پړاو روان دى، چې ددې خبرو لومړى پړاو د روان کال په فبرورۍ مياشت کې هغه مهال وځنډېد، چې پاکستان وسله والو طالبانو په کراچۍ کې د پوليسو پر يوه بس ځانمرګى بريد وکړ او همداراز يې هغه ٢٣ برمته شوي پاکستاني سرتېري ووژل، چې په ٢٠١٠ م کال کې يې د افغانستان پولې ته څېرمه د مومند ايجنسۍ له يوې پوستې تښتولي وو.

راپور: ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG