د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

"امريکايان دې د نوي افغان ولسمشر په اړه صبر وکړي"


په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو پخوانی عمومي قومندان د افغانستان وروستي پرمختګونه د هیلې وړ بولي او له امریکا څخه غواړي چې له صبره کار واخلي.

ډیوید پیترایس وايي، طالبان کمزوري شوي او افغانانو ثابته کړه چې د دیموکراسۍ په لور روان دي.

په افغانستان کې د امريکايي او ناټو پوځيانو پخوانی قومندان وايي، روانه اوونۍ په افغانستان کې تر ډېره د سولې په فضا کې انتخابات د دې نښه ول چې په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو مداخلې مثبت اغېز لرلي دي خو لا هم نور وخت او حوصلې ته اړتیا ده.

جنرال ډويد پيترايس په يوه تبصره کې، چې په وال ستريټ ژورنال ورځپاڼه کې خپره شوې، د افغانستان د شنبې د ورځې انتخابات، چې تر ۷ میليونو زياتو افغانانو په کې ګډون وکړ، مهم او اغېزناک وبلل، ويې ويل چې د ۲۰۱۰ کال په انتخاباتو کې د تشدد پېښې ۵۰۰ وې حال دا چې په دې انتخاباتو کې ۱۵۰ وې چې دا د افغانستان د تنکۍ ديموکراسۍ لپاره يو مهم ګام دی او دا ثابتوي چې په افغانستان کې له يوه ولسمشره بل ته په سوله ييز ډول واک لېږدېدلي شي.

دې ته په اشارې چې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو ګټونکي ممکن ژر څرګند نه شي، پيترايس وويل، مهمه دا ده چې امريکايان صبر وکړي او حقيقتونه ومني.

ده د افغانستان د انتخاباتو په اړه د پاتې ستونزو د يادونې ترڅنګ ليکلي، چې يا به د انتخاباتو کميسيون ګټونکي اعلانوي، درغلۍ به افشا کوي او يا به انتخابات د دوو مخکښو کانديدانو ترمنځ دوهم پړاو ته بيايي.

ده ډاډ څرګند کړ، چې د انتخاباتو پاتې پروسه به يقيناً ورو او له تېروتنو سره مله وي خو باور لري چې ښه دلايل شته چې د دې بهير د کاميابې لپاره هيله ولري.

په افغانستان کې د امريکايي او ناټو پوځيانو پخواني قومندان تاکيد وکړ چې په افغانستان کې نوي ولسمشر ته د واک ديموکراتيک انتقال به د څه باندې ۲۳۰۰ امريکايي پوځيانو له وژل کېدو پرته نه و ممکن شوي.

د ده په وينا د دغو قربانيو له کبله افغانستان له يوه ناکام دولته د ديموکراسۍ لور ته روان شو.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:46 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG