د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۹ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۲۹

نړېواله ټولنه به د حامد کرزي له ځای ناستي سره څه ډول اړیکې ولري؟


امریکا چاپ، فارین پالیسي خپرونې په وروستۍ ګڼه کې د افغانستان د انتخاباتو، د راتلونکي جمهور رئیس او له نړېوالې ټولنې سره د هغه د اړیکو په اړه یو تحلیلي مضمون خپور کړی او په یوه برخه کې یي لیکي:

په افغانستان کې له تاریخي انتخاباتو څخه یوازې څو ورځې تیرې شوي او افغانان نوي جمهور رئیس او پرمختګ ته خوښ دي، خو خبره دا ده چې نړېواله ټولنه به د حامد کرزي پرځای له بل جمهور رئیس سره څه ډول اړیکې ولري.

فارین پالیسي لیکي:

په دې کې هیڅ شک نشته چې د انتخاباتو پروسه به له ستونزو خالي نه وي او د څو میاشتو په دننه کې به د کرزي پر ځای یو بل کس د جمهور رئیس په توګه اعلان شي.

دا هم باید له یاده ونه باسو چې د جمهور رئیس کرزي د دورې په وروستیو شپږو میاشتو کې د افغان حکومت او متحده ایالاتو ترمنځ اعتماد له یوه ښه حالت څخه بد حالت ته رسیدلی او دا په داسې حال کې ده چې امنیتي مسولیتونه له بهرنیو ځواکونو څخه افغان حکومت ته انتقال شوي، د روان عیسوي کال په پای کې به د ایساف ماموریت پای ته ورسیږي، ټول امریکایي عسکر به له افغانستانه ووځي او د نړېوالو پام به هم دغه هېواد ته کم شي.

فارین پالیسي لیکي: دا چې د کابل او واشنګټن ترمنځ دوه اړخیز امنیتي تړون نه دی لاسلیک شوی، له افغانستانه د ټولو امریکایي عسکرو ایستل د جمهور رئیس بارک اوباما په ګډون، د هغو کسانو لپاره یو انتخاب دی چې د افغانستان د جګړې پر هلو ځلو انتقادونه کوي.

خپرونه لیکي:

د دې مضمون لیکوال او زیات شمېر څیړونکي په دې باور دي چې دا حالت یا نمیګړتیاوې ممکن د نوي جمهور رئیس په راتګ سره حل او له منځه لاړې شي.

فارین پالیسي وړاندې لیکي: نړېواله ټولنه باید د افغانستان راتلونکي جمهور رئیس او د هغه حکومت ته فرصت ورکړې چې د خپل هېواد چارې پرمخ بوزي او په خپلو پښو ودریږي.

د افغانستان د راتلونکې جمهور رئیس هدف به د افغانستان د ستونزو لپاره د یوه دوام داره افغاني حل رامنځ ته کول وي او په تدریجي ډول به په بهرنیو مرستو خپله تکیه کمه کړي، خو په دي کار به وخت لګیږي.

خپرونه لیکي:

جمهور رئیس بارک اوباما باید له افغانستان سره په مرستو ټاکلې نیټه یا ضرب الاجل ونه لګوي، خو دا په دي معنی نه ده چې دغه هېواد ته به سپین چک ورکوي او حساب کتاب به یي نه وي.


انګلستان چاپ، انډپنډنټ ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې: کرزی ډير ژر چېرې نه ځې، لویدیځ طاقتونه باید له هغه سره ښه اړیکې وساتي– تر سرلیک لاندې یو مضمون خپور کړی او په یوه برخه کې یي راغلي:

تیره اونۍ جمهور رئیس کرزي د جمهوري ریاست دوو کاندیدانو زلمي رسول ته چې د اوږدې مودې ملګری یا متحد یي دی او ډاکټر عبدالله عبدالله ته چې د اوږدې مودې مخالف یا رقیب یي ګڼل کیږې ، میلمستیا کړي وه.

ورځپاڼه لیکي:

په مجلس کې حاضرو کسانو ویلي چې له انتخاباتو وروسته د جوړیدونکې حکومت په اړه خبرې وشوې او داسي معلومه شوه چې هیڅ کاندید ممکن په لومړي پړاو کې بری تر لاسه نکړې ، انتخابات ممکن دوهم دور ته لاړشي او په رایو کې به د پښتنو ونډه ډیره مهمه وي. د ورځپاڼې په باور، جمهور رئیس کرزی د حکومت په مهمو چارواکو نفوذ لري او د هغوي ونډه هم له نظره نشي غورځیدلاي.

انډپنډنټ زیاتوي، جمهور رئیس کرزی د راتلونکې جمهور رئیس په انتخابیدو کې مهمه ونډه لري او د خپل هیواد په راتلونکې کې یي خبره وزن لري.
XS
SM
MD
LG