د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

په خوست ښار کې دوو پر لپسې بمي چاودنې شوي


نجیب الله الوخېل

نن د چهارشنبې په ورځ سهار نهه بجې د خوست د بلند منزلونو په سیمه کې دوه پر له پسې بمي چاودنې وشوې، چې له کبله يې یو تن پولیس وژل شوی، څلور پولیس او څلور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د خوست د ولایت مقام مطبوعاتي مسوول او ویاند مبارز محمد ځدراڼ مشال راډیو ته وویل، چې پیښه خوست ښار کې رامنځته شوې او په کې یو پولیس وژل شوی او اته نور چې څلور تنه ملکیان او څلور پولیس دي ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا د یادو پیښو د څیړنې په اړه کشفي او امنیتي ادارو ته دنده سپارل شوې ده:

((په ډيرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې نن سهار د نهو بجو په شاوخوا کې د خوست ښار په داخل کې دوه چاودنې شوي، چې په نتیجه کې نهو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده، په دې یو تن پولیس شهید شوی، څلور پولیس ټپیان او څلور نور يې عام ملکي وګړي دي، چې برسیرن ټپیان شوي دي، د پیښې د څیړنې له پاره کشفي او امنیتي ادارو ته دنده سپارل شوې، چې په دې پېښه کې د چا لاس وو او د چا له خوا رامنځته شوې ده.))

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د پيښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
XS
SM
MD
LG