د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۵۴

هېواد: په انتخاباتو کې دې شوي درغلۍ په بۍ طرفۍ سره وڅیړل شي


د کابل چاپ د نن ورځې اکثرو ورځپاڼود انتخاباتي شکایتونو د څېړلواو د کانکور آزموینې د نتایجو د اعلان په اړه مطالب خپاره کړي.

سرنوشت:

سرنوشت غیردولتي ورځپاڼې په یوه مطلب کې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون د ویاند له قوله لیکلي چې؛ په انتخاباتو کې درغلۍ شوي دي.

په دې اړه لیکنه کې، راغلي چې څه باندې درې زره شکایتونه دې کمیسیون ته رسیدلي چې؛ څه د پاسه یونیم زریې مستند او کتبي دي؛ چې ټول به په جدي توګه وڅیړل شي.

دې ورځپاڼې د کانکور آزموینې د نتایجو له اعلان سره سم د ولسمشر کرزي له قوله په یوه بل مطلب کې لیکلي چې؛ د کانکور آزموینې په سیسټم کې د اصلاحاتو لپاره دې خپلواکه کمېټه جوړه شي.

محور:

محورغیر دولتي ورځپاڼې په یوه مطلب کې د مشرانو جرګې هغه خبره را اخیستې چې وایي؛ سناتوران ټول د انتخاباتود رښتینې نتیجې غوښتونکي دي.

په دې اړه لیکنه کې د یوشمېر سناتورانو له قوله ویل شوي چې؛ د افغانستان خلکو له ټولو امنیتي ګواښونو او ستونزو سره سره په انتخاباتو کې پراخ ګډون وکړ او دا ډېره ضروري ده چې، د هغوی رایو ته درناوی وشي او انتخاباتي شکایتونه سم وڅېړل شي.

په مطلب کې راغلي چې کاندیدان ټول باید د انتخاباتونتایج ومني او هغه کاندید ته درناوی وکړي چې؛ تر نورو یې ډیرې رایې ګټلي دي.

د مشرانو جرګې غړو هم ویلي چې؛ په انتخاباتو کې درغلۍ وې، خو نه دومره زیاتې چې د انتخاباتو مشروعیت ته زیان ورسوي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې خپله سرمقاله د ۱۳۹۲ لمریزکال د کانکور د نتایجو مسالې ته ځانګړې کړې او وایي چې، لسګونه زره ځوانان ناکامه پاتې شوي او دا یوه جدي ستونزه ده.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، سره له دې چې په تېرو څوکلونو کې په دې برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي؛ خو لاهم ډېر شمېر ځوانان هرکال له لوړو زده کړو څخه لرې پاتې کیږي.

د لیکوال په باور په افغانستان کې د ببیکارۍ سطح پراخه ده او همدې ته په پام دا ځوانان ترډېره د خپلې کورنۍ او ټولنې د اوږو بارشي او دا پرهغوی منفي اغیز لري.

د سرمقالې لیکوال سپارښتنه کړې چې؛ افغان حکومت په تېره د لوړو زده کړو وزارت باید دې مسالې ته جدي پام وکړي او پرې نږدي چې؛ ځوانان له لوړو زده کړو نه بې برخې شي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې خپله سرمقاله په دې اړه لیکلي چې؛ په انتخاباتو کې دې شوي درغلۍ په بۍ طرفۍ سره وڅیړل شي.

لیکوال لیکي، په انتخاباتو کې په شفاف ډول د درغلیو څېړل پرانتخاباتو د خلکو باور زیاتوي او دا ډیره اړینه ده چې، دا پروسه په ښه ډول او پوره احتیاط سره پرمخ ولاړشي.

ویسا:

ویسا غیردولتي ورځپاڼې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون په حواله په یوه مطلب کې لیکلي چې؛ د انتخاباتي شکایتونو څېړل په عملي ډول پیل شول.

دې ورځپاڼې د دې کمیسیون د ویاند نادرمحسني له قوله لیکلي چې؛ دوه سوه اته ویشت شکایتونه د جمهوري ریاست له کاندیدانونه، پنځه سوه درې اویا د ولایتي شوراګانوله کاندیدانو څخه اواوه سوه او دوه اویا نور شکایتو نه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د کارکوونکو په اړه ترلاسه شوي دي.

ویسا په یوه بل مطلب کې د لویدیځو رسنیو له قوله لیکلي چې؛ په انتخاباتو کې د خلکو پراخ ګډون د راتلونکې په اړه د افغانانواندیښنې لري کړې.

چمتو کوونکې: نسیم شفق
XS
SM
MD
LG