د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۷

بې حوصلې مخکښو کاندیدانو پخپله درایو شمیرنه پیل کړې


زیات شمېر لویدځو ورځپاڼو بیا هم د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د شنبې د ورځې انتخاباتو په اړه مقالې او مضمونونه خپاره کړي دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې: بې حوصلې مخکښو کاندیدانو پخپله درایو شمیرنه پیل کړې– تر سرلیک لاندې یو مضمون خپور کړی او په یوه برخه کې یي راغلي:

په غرني هېواد افغانستان کې چې رایي په لاسونو شمېرل کېږي او د انتخاباتو نتیجو ته د شک په سترګه کتل کېږې، د جمهوري ریاست کاندیدان، رسمي نتیجو ته انتظار نه کوي او په خپله یي د رایو شمېرل پيل کړي دي.

واشنګټن پوست لیکي: د شنبې د ورځې له انتخاباتو راهیسي، د کاندیدانو لپاره په زرګونه رضاکاران د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د رایو مرکزونو ته تللي او د رایو له لیستونو څخه هغه نتیجې راټولوي چې د مسجدونو او ښوونځیو په دیوالونو باندې ځړول شوي دي.

واشنګټن پوسټ وړاندې لیکي: د انتخاباتو لومړنې یا له وخته مخکې نتیجې چې د ځینو مخکښو کاندیدانو په ټولنیزو رسنیو کې خپریږي، ښیې چې ډاکټر اشرف غني احمدزی او ډاکټرعبدالله عبدالله ډير نږدې روان دي. دې کار نور کاندیدان په غوسه کړي دي.

ورځپاڼې د جمهوري ریاست د کاندید ګل اغا شیرزي خبره راخیستي چې وایي، دا غیر قانوني او د اصولو خلاف عمل دی.

بل کاندید قطب الدین هلال، واشنګټن پوست ورځپاڼې ته ویلي، کوم کاندیدان چې په ټولنیزو رسنیو کې د انتخاباتو دا ډول نتیجې خپروې، دا له خبري رسنیو څخه ناوړه ګټه اخیستنه ده، دا په انتخاباتو او خلکو ملنډې وهل دي.

واشنګټن پوسټ لیکي: د رایو صندوقونه چې په لاریو کې بار دي، له ولایتونو څخه د کابل پر لور روان دي او رسمې رايي شمېر نه به په روانې اوونۍ کې پیل شي.

ورځپاڼه زیاتوي، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویلې، چې په روانې اوونۍ کې به د انتخاباتو د رایو د یوې برخې نتیجې اعلان کړي، خو ترهغه وخته باید کاندیدان په خپل سر د نتیجو له خپرولو یا اټکلونو څخه ډډه وکړي.

انګلستان چاپ، ګارډین ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو د دوهم دور اټکل کړی او د مضمون په یوه برخه کې لیکي:

په افغانستان کې د شنبې د ورځې تاریخي انتخاباتو رایي شمېرنه پیل شوي او په څو اونیو کې به دا پروسه بشپړه شي، خو له ابتدایي یا مخکې له وخته نتیجو څخه داسې معلومیږې چې دا انتخابات ممکن د دوو پخوانیو وزیرانو ترمنځ دوهم دور ته لاړ شي.

ګاردین لیکي: رایي ورکوونکو د طالبانو د ګواښونو خیال ونه ساته او په بي ساري ډول یي د شنبې د ورځې انتخاباتو کې ګډون وکړ، ډپلوماټانو او څارونکو د جمهوري ریاست پر کاندیدانو غږ کړی چې په ځواني ډموکراسۍ باندې د افغانانو ددغه باور درناوی باید وکړي او د انتخاباتو کارکوونکو ته دي اجازه ورکړې چې نتیجې راټولې کړي او شکایتونه واوري.

ګاردین لیکي: درې مخکښ کاندیدان هر یو په انتخاباتو کې د بري ادعا کوي او یو بل په درغلیو تورنوي.

ورځپاڼې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خاص استازي یان کوبیش خبره راخیستي چې وایي، مخکې له وخته د انتخاباتو د نتیجو اعلانول به د سیاسي قدرت د انتقال دغې تاریخې پروسې او د هغې ډموکراټیک او سوله ییز کرکټر ته زیان ورسوي.
XS
SM
MD
LG