د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۷

روسیه غواړي له افغانستان سره د هیلکوپترو پروژه مخته یوسي


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، مسکو به وتوانیږي چې په مستقیم ډول له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي او د هغو پیسو په بدل کې به چې ځانګړې شوې دي له دغه هېواد سره د هیلکوپترو پروژه مخته یوسي.

دغه پروژه روسیې له ناټو سره یو ځای تطبیقوله. خو وروسته تر دې چې روسیې د اکراین کریمیا له خپلې خاورې سره یوځای کړه، ناټو له روسیې سره په پوځي او ملکي برخو کې همکارۍ ځنډنۍ کړې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرون په مسکو کې د انګولیا د بهرنیو چارو له وزیر جورجس ریبیلو چیکوتي سره تر خبرو وروسته دا تایید کړه چې، ناټو یو شمېر ګډې پروژې له روسیې سره ځنډولې دي.

له ناټو سره د مسکو د ګډې پروژې له مخې ژمنه شوې وه چې روسیه به افغانستان ته د روسي هیلکوپترو هغه پرزې ورکوي چې په روسیه کې یې روسي کمپنۍ تولیدوي او افغان پیلوټان به د روسیې په نوفوسیبیرسک اډې کې روزل کیږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل، د دې لپاره چې روسیه غواړي د افغانستان په ثبات کې برخه واخلي، هغه پیسې چې د روسیې حکومت د هیلکوپترو د پروژې لپاره ځانګړې کړې دي هغه به بیا هم د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره په همدغه ځانګړې برخه کې ولګول شي.

داسې چې هم به روسیه پرزې چمتو کړي، هم به د الوتکو د ترمیم چارې مخته یوسي او افغان پیلوټان به په مستقیم ډول ورزوي.

لاوروف زیاته کړه چې د روسیې ناټو شورا د هیلکوپترو دغه پروژه به دوام وکړي، داسې چې ناټو او یو شمیر غړي یې دې ته چمتو دي چې د روسیې ناټو د شورا له چوکاټه بهر همکاریو ته ادامه ورکړي. خو لاوروف پر دې دریځ انتقاد وکړ چې دا سم نه دی.

لاوروف بیا وویل، چې روسیې ته ناټو خبر ورکړی دی چې د ترورزم ضد جګړې او د مخدر موادو په برخه کې همکارۍ ځنډوي.
XS
SM
MD
LG