د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۲

امرخېل: که انتخابات دویم پړاو ته ولاړ شي چمتوالی ورته لرو


د افغانستان د انتخاباتو قسمي نتیجو ته په نږدې کېدو؛ د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي، که چېرې کوم کاندید پنځوس جمع یو رایې ترلاسه نه کړي؛ دوی د ټاکنو دویم پړاو ترسره کېدو ته چمتو دي.

د دې کمیسیون د دارلانشا مشر ضیاالحق امرخیل وایي؛ چې له ولایتونو څخه مرکز ته د رایو پاڼو د انتقال بهیر روان دی او تر راتلونکو څلورو ورځو پورې به د انتخاباتو قسمي نتیجې ښکاره شي.

ښاغلي امرخیل د سه شنبې په ورځ ازادي را‌ډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل؛ تراوسه دویم ځل ته د انتخاباتو د تګ کومه نښه نه لیدل کیږي؛ خو که ولاړ شي، دوی به د دوو اونیو په ترڅ کې بیا انتخابات وکړي.

"که چیرې ټاکنې دویم پړاو ته ځي، خوشبختانه موږ ورته له مالي او تخنیکي لحاظه چمتوالی لرو؛ یوازې ورقه مو نه ده چاپ کړې، خو هغه هم له مشخصې کمپنۍ سره پرې بحث شوی؛ چې هغه به په ظرف د یوه هفته کې چاپیږي؛ د قانون اساسي په رڼا کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون مکلفیت لري؛ چې که ټاکنې دویم پړاو ته ځي، د لومړي دور د نتیجو له اعلانیدو وروسته په دوو اونیو کې باید ترسره شي."

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د معلوماتو له مخې؛ د تېرې شنبې ورځې په انتخاباتو کې شااوخوا ۷ میلیونه افغانانو ګډون کړی.

د دې کمیسیون مسوولین وایي، چې تراوسه د کابل، پروان، کاپیسا او پنجشیر ولایتونو د رایو یو څه اندازه نتیجه له دې کمیسیون سره درج شوې او زیاتوي چې دا بهیر په دقیقه توګه مخ ته روان دی.

که څه هم د انتخاباتو خپلواک کمیسیون تراوسه د جمهوري ریاست د کوم کاندید د ګټلو په اړه وړاندوینه نه ده کړې، خو په دې وروستیو کې ځینې کارپوهانو وویل، چې دویم ځل ته د انتخاباتو د تګ احتمال شته.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې سفیر او ځانګړي استازي فرانس مایکل میلبن هم ازادي راډیو ته وویل، چې دوی به د امکان په وخت کې د انتخاباتو د دویم پړاو له ترسره کیدو سره هم مرسته وکړي.

"د انتخاباتو په اړه باید ووایم چې مونږ په لومړي او همدا راز دویم پړاو کې له دې انتخاباتو څخه په لوړه کچه مالي او مشورتي ملاتړ کوو، مونږ ددې هیواد له راتلونکو پارلماني انتخاباتو څخه هم ملاتړ کوو، مونږ په دې باور لرو، چې د افغانستان د پرمختګ د یموکراتیکه لاره همدا انتخابات دي."

د افغانستان د انتخاباتو لومړنۍ نتیجه به د ثور په څلورمه او ټاکل شوې چې نهایي نتیجه به یې د همدې میاشتې په څلورویشتمه نیټه اعلان شي.
XS
SM
MD
LG