د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۷:۲۵

د افغانستان انتخابات د کابل او واشنګټن تر مينځ اړيکې نوی کولی شي


د اسوشېټډ پريس خبري اژانس وايي:

د افغانستان انتخابات د امريکا لپاره يو نوی فرصت ثابتېدلی شي چې دا هيواد له کابل سره خپلې اړيکې، چې د تېرو دوولسو کلونو په اوږدو کې د جنګ او ولسشمر کرزي او سپيني ماڼۍ تر منځ د پرله پسې مخالفتونوله وجې زیانمنې شوې وې، له سره سمې کړي.

په داسې حال کې چې ډيرو امريکايانو دا هيله پرې ايښې ده چې افغانستان ته سوله راتلئ شي، په زرګونو افغانان د خپلې خوښې کانديدانوغونډو ته ورغلل.

داسي انګېرل کيږي چې په انتخاباتو کې به درغلۍ او تاوتريخوالی وي خو څوک په بشپړه توګه نشي ويلی چې څومره.

که چيري افغانان د انتخاباتو نتايج باوري او معقول وګڼي، دا به د امريکا لپاره د افغانستان سره، د خپلو اړيکو د سمولو لپاره يوه نښه وي چې اوس يې هم ۲۱۷۶ عسکر په افغانستان کې شته.

د اسوشيټډ پريس خبري اژانس د امريکا دفاع وزارت د پاليسي د برخې پخوانۍ دوهمې مسولې ميشل فلاورني له خولې وايي ، دا به زموږ د اړيکو يو نوی فصل وي – موږ پر ځای د دې چې خپله توجه په يوه شخص راڅرخېده، باید وتوانېږو چې خپلو ګډو ستراتېژيکو ګټو ته پام وکړو.

کرزي په دې ورستيو کې پر امریکا نيوکه کړې ده چې امريکا دده هيواد ته په سوله راوستلو کې پاتې راغلې ده.

د کرزي او امريکا تر منځ اړيکي تیر کال هغه وخت ډيري خرابي شوې چې ولسمشر کرزي د سولې تړون له لاسليکولو ډډه وکړه. ددې تړون له مخې به د ناټو لس زره سر تیري له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته په افغانستان کې پاتې کيږي. دا عسکر به افغان سرتيري روزي او دوی ته به مشورې ور کوي.

د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره ټولو کانديدانو ویلي دي چې د سولې تړون به لاسليک کوي او ظاهراً داسی ښکاري چې کرزی نه غواړي چې د سولي تړون لاسليک دده په نامه پاتې شي.

اسوشيټډ پريس په فرانسې او کاناډا کې د افغانستان پخواني سفير عمر صمد له خولې وايي چې نوی ولسمشر به امريکا او نور نړيوال هيوادونو ته ووايې چې په سيمه کې د تروريزم او افراطيت مخه ونيسي په خاصه توګه په پاکستان کې د تروريستانو خوندي ځايونه په نښه کړي.

د اسوشيټډ پريس په وينا اوباما به د دريو مخ کښو کانديدانو سره مخ وي چې د ماليې پخوانی وزير اشرف غني احمدزی، د کرزي د ۲۰۰۹ د انتخاباتو سيال عبدالله عبدلله او د بهرنيو چارو پخوانی وزير زلمی رسول، دی.

اسوشيټډ پريس د امريکا پخواني ولسمشر جارج بش د دورې د امنيت مشاور له خولې ليکي چې له دې انتخاباتو سره کيدای شي چې په امريکا کې دننه په خلکو کې يو عمومي توافق را مينځ ته شي چې د دوی هيواد بايد له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ملالۍ بشير
XS
SM
MD
LG