د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۴

"هیڅ کاندید به د درغلیو له لارې واک ته ونه رسیږي"


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د نورو مطالب ترڅنګ د افغانستان د انتخاباتو پر مسالې او له امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون په اړه لیکنې خپرې کړي دي.

سرنوشت:

سرنوشت غیر دولتي ورځپاڼې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون د رییس له قوله لیکلي، چې د ولسمشرۍ هیڅ کاندید به د تقلب او درغلیو له لارې واک ته ونه رسیږي.

په دې اړه لیکنه کې راغلي، چې د انتخاباتو په اړه به ټول شکایتونه په دقت سره وڅیړل شي او حق به هرو مرو حقدار ته رسیږي.

دې ورځپاڼې په یوه بله لیکنه کې د سویډن د بهرنیو چارو د وزیر په حواله لیکلي چې د افغانستان له بریالیو انتخاباتو نه په ټوله نړۍ کې یادونه شوې.

سرنوشت په یوه بل مطلب کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر ضرار احمد عثماني له قوله لیکلي، چې ډیر امکان شته چې د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي او دفاعي سند نوي ولسمشر ته د سیاسي واک تر انتقال مخکې لاسلیک شي.

ویسا:

ویسا هم په یوه مطلب کې د لویدیځو ورځپاڼو په حواله لیکلي، چې د افغانستان انتخاباتو د طالبانو توان له پوښتنې سره مخامخ کړ.

په دې اړه مطلب کې راغلي، دا مساله هم له حقیقته لرې ښکاري، چې طالبان به د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته بیا افغانستان د ګډوډیو په ډګر بدل کړي.

دې ورځپاڼې هم د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون په اړه لیکنه خپره کړې او د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر له قوله یې لیکلي چې ممکن دا سند د نوي ولسمشر د کار له پیلیدو مخکې لاسلیک شي.

په مطلب کې راغلي، چې که چیرې دا تړون د سیاسي واک له لیږد مخکې لاسلیک نه شي نو د نوي ولسمشر له خوا به لاسلیک کیږي.

محور:

محورغیر دولتي ورځپاڼې خپله سرمقاله د افغانستان د بریالیو انتخاباتو او په دې اړه د پاکستانیو رسنیو د مثبتوغبرګونو په هکله لیکلې ده.

لیکوال لیکلي، پاکستانیو رسنیو د افغانستان د انتخاباتو له ترسره کیدو سره سم طالبان کمزوري او افغان امنیتي ځواکونه بریالي یاد کړل.

د سرمقالې د لیکوال په باور په ښه ډول د افغانستان د انتخاباتو ترسره کیدل دا وښوده چې افغان امنیتي ځواکونه کولای شي له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د خپل هېواد امنیت سم ټینګ کړي.

د محور د سرمقالې لیکوال وایي، نور حقیقت خپل ځای موندلی او د پاکستان حکومت هم پوهیدلی چې سوله ییز افغانستان د دوی په ګټه هم دی خو لیکوال دا یوه جدي ستونزه بولي، چې د پاکستان پوځ لا هم په نا امنه افغانستان کې خپلې ګټې لټوي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې خپله سرمقاله په دې اړه لیکلي، چې د رایو پاڼو امنیت دې په جدي توګه ټینګ شي.

د لیکوال په باور مرکز ته د رایو پاڼو د صندوقونو لیږدول مهم کار دی او وسله وال مخالفان به هرومرو هڅې وکړي چې پرې حملې وکړې.

د هېواد د سرمقالې لیکوال سپارښتنه کوي، په هره بیه چې وي باید رایې پاڼې ضایع نه شي او د امنیتي ځواکونو په هماهنګې دې باید مرکز ته انتقال او په سمه توګه دې وشمېرل شي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې په یوه لیکنه کې انتخاباتي شکایتونوته رسیدګي ډیره مهمه بللې او لیکلي یي دي، چې دا مساله باید د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون له خوا جدي ونیول شي.

په دې اړه مطلب کې راغلي، چې د خلکو رایو ته باید درناوی وشي او شکایتونه داسې وڅیړل شي چې حق حقدار ته ورسیږي او ټول افغانان او نړېوال د انتخاباتو پر شفافیت ډاډمن شي.
XS
SM
MD
LG