د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ سلواغه ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۲۵

بېرمن: افغانانو نړۍ ته خپله ډیموکراسي تمثیل کړه


د اروپایي ټولنې د ارزیابۍ ډله وایي، چې د دوی د لومړنیو څیړنو په اساس د افغانستان انتخابات د تېر په پرتله له هره پلوه ښه وو.

د انتخاباتو په برخه کې د ارپایي ټولنې د ارزیابۍ ډله وایي؛ چې افغانانو په انتخاباتو کې د پراخ ګډون په وسیله نړۍ ته خپله دیموکراسي تمثیل کړه.

د ارپایي ټولنې د څارونکې ډلې مشر تیجس بیرمن وایي؛ د افغانستان دا انتخابات له قانوني او تخنیکي پلوه ډیر پرمختللي وو او مسوولینو یې په سختو شرایطو کې خپله دنده ښه ترسره کړه.

بیرمن د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ چی د دوی څارونکي په ټولو ولایتونو کې موجود نه وو؛ خو زیاته یې کړه، چې د دوی د لومړنیو څیړنو په اساس دا انتخابات د ستایلو وړ دي.

"موږ باید په خپلو لومړنیو نتیجو کې ډیر محتاط اوسو؛ متائسفانه د امنیتي ستونزو له امله زموږ ټیم د دې لوی هېواد له ټولو سیمو څخه معلومات نه دي راټول کړي؛ په راتلونکو څو اونیو یا هر څومره ژر چې امکان وي؛ موږ به خپلې وروستۍ او تصفیه شوې څیړنې خپرې کړو؛ د انتخاباتو په ورځ افغانانو نړۍ ته یو درس ورکړ او خپل د یموکراتیک همت یې وښود."

د تیرې شنبې په ورځ شاوخوا درې لکه کورنیو او سلګونه بهرنیو څارونکو په افغانستان کې د رایې ورکونې بهیر وڅاره.

که څه هم تراوسه د دې انتخاباتو په اړه د څارنو وروستۍ نتیجې نه دي ښکاره شوي؛ خو اکثرو کورنیو او بهرنیو ادارو دا انتخابات مثبت وبلل.

د انتخاباتو په ورځ د رایو پاڼو کمښت یوه عمده ستونزه وه او د اروپایي ټولنې څارونکې ډله وایي چې؛ دوی به د دې مسالې عوامل هم وڅیړي.

د اروپایي ټولنې د څارونکې ډلې مشر تیجس بیرمن وایي؛ دوی به په دقیق ډول د رایو شمیرنې بهیر وڅاري او ډاډ ورکوي چې، هېڅ ډول غیر قانوي کار به د خلکو له سترګو پټ پاته نه شي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل؛ چې دوی د انتخاباتو په بهیر کې د فساد ځینې ادعاوې ترلاسه کړي؛ خو زیاته یې کړه چې، په دې ادعاوو به هم دقیقه څیړنه وکړي.

"ما د دې ادعاوو په اړه اوریدلي او ما دا د یوې ادعا په توګه ساتلي؛ خو موږ به په دې اړه څېړنه کوو، موږ دا وړتیا لرو او ډاډه یم چې د دې انتخاباتو په اړه به دقیقه ارزیابي وکړو؛ دا حقیقت دی، چې موږ د رایې ورکوونې په ټولو مرکزونو کې موجود نه وو؛ خو موږ به د رایو په شمېرنه کې حاضر یو؛ که چیرې هر ډول سرغړونه موجوده وي؛ زه ډاډه یم چې زموږ په ارقامو کې به را څرګنده شي."

دغه اروپایي څارونکي ډاډ ورکړ، چې که انتخابات دویم ځل ته هم ولاړ شي؛ دوی به یې د نهایي نتیجو تر اعلانیدو په افغانستان کې پاته شي.

تراوسه د رایو شمېرنې بهیر په کابل کې رسماً نه دی پيل شوی او ټاکل شوې د سه شنبې تر ماښامه پورې له ټولو ولایتونو څخه د رایو صندقونه کابل ته را انتقال شي.

له ولایتونو څخه د رایو د صندقونو انتقال خلکو ته تر یوه حده د اندیښنې وړ ده او د ملي امنیت شورا هم له امنیتي مسوولینو وغوښتل چې؛ د دې صندقونو خوندیتوب ته جدي کار وکړي.

راپور: اسدالله لودی
XS
SM
MD
LG