د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

ملېشه ځواکونه وايي، ٣٠ بلوڅ وسلوال يې وژلي


په بلوچستان کې ملېشه ځواکونو ادعا کړې، چې په قلات سيمه کې يې د وسلوالو په خلاف په عملياتو کې دېرش تنه وسلوال وژلي او د دوى لس تنه سرتېري هم ټپيان شوي دي، خو بل لور ته د خپلواکي غوښتونکيو بلوڅو يوه سازمان برعکس ادعا کړې، چې يو هيلي کوپټر يې را غورځولى او کومانډو سرتېري يې وژلي، خو ملېشه وو د دوى د ياغيانو پر ځاى پر عامو خلکو بمباري کړې ده.

قلات د کوټې او کراچۍ ترمنځ د شاوخوا يونيم سل کيلومټره په فاصله پرته سيمه ده. د دوشنبې په ورځ د کلات او خضدار ترمنځ په (پارود) نومې غرنۍ سيمه کې ملېشه ځواکونو د وسلوالو په خلاف عمليات وکړل او رسنيو ته په لېږلې اعلاميه کې يې ادعا کړې، چې د وسلوالو لس روزنيز کېمپونه يې له منځه يووړل او دېرش تنه وسلوال يې و وژل.

د بلوچستان د کورنيو او قبايلو د چارو ايالتي وزير مير سرفراز بګټي د دوشنبې په ماځيګر يوې خبري غونډې ته په وينا کې په دې اړه وويل، چې دغه عمليات يې د هغو وسلوالو په خلاف کړي، چې د مسافرو پر اورګاډو او امنيتي ځواکونو يې بريدونه کول. سرفراز بګټي وويل، چې په عملياتو کې د ملېشه ځواکونو سرتېري هم ژوبل شوي دي:

″د پلټنې عمليات مو ترسره کړل، چې شاوخوا دېرش ترهګر پکې و وژل شول او د ملېشه ځواکونو د کلات څارندوى پلټنې لس تنه ټپيان شوي دي، چې د درملنې لپاره د کوټې نظامي روغتون ته راوړل شوي دي. دغه کېمپونه چې په عملياتو کې له منځه يووړل شول، د هغو وسلوالو وو، چې پر اورګاډو او د ملېشه ځواکونو پر امنيتي پوستو په بريدونو کې يې لاس درلود″

د ملېشه ځواکونو وياند خان واسع رسنيو ته ويلي، چې په عملياتو کې يې له وسلوالو څخه زياته اندازه وسله هم تر لاسه کړې ده.

د عملياتو په ترڅ کې د يوې پوځي هيلوکوپټرې د را غورځېدو خبرونه ورکړل شوي وو، خو د داخله چارو وزير سرفراز بګټى وايي چې په عملياتو کې د وسلوالو پر کېمپونو د هيلوکوپټرو په وسيله بمبار نه دى شوى او هيلوکوپټرې د تخنيکي ستونځې له امله بيړنۍ ناسته کړې ده:

″کوم هيلوکوپټر چې کارول شوي، له هغوى يواځې لوژيستيکي مرسته اخيستل شوې، چې سرتېري يې د عملياتو ځاى ته رسول.

هيلوکوپټر چې بيړنۍ ناسته کړې، تخنيکي ستونځه پکې پېښه شوې وه، په هغه هيلوکوپټر کې يو کرنل، يو مېجر او يو حوالدار سپاره وو او درېواړه خوندي دي″


د خپلواکي غوښتونکيو بلوڅانو د وسلوال سازمان بلوچ ليبرېشن ارمي وياند رسنيو ته په خبرو کې ادعا کړې، چې له هيلوکوپټره کومانډو سرتېري د عملياتو لپاره را کښته کېدل، چې د دوى کسانو ورباندې ډزې وکړې او څو تنه کومانډو سرتېري يې و وژل. وايي په عملياتو کې د دوى ياغيانو ته کوم زيان نه دى رسېدلى، ملېشه ځواکونو د دوى د بريد په عکس العمل کې پر عامو خلکو ډزې کړې دي.

د يادونې وړ ده، چې ملتپالو بلوڅانو په بلوڅي سيمو کې تل د داسې عملياتو غندنه کړې او ادعا يې کړه، چې امنيتي ځواکونه پر بېګناه خلکو بمبار کوي.

رپوټ: بارکوال مياخېل، کوټه
XS
SM
MD
LG