د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۷ سلواغه ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۵۷

ولسي جرګه: په ډېرو انتخاباتي مرکزونو کې رای پاڼې بې وخته خلاصې شوې


د ولسي جرګې اکثرو غړو ویل، په ډېرو انتخاباتي مرکزونو کې، د رایو ورکولو پاڼې بې وخته خلاصې شوي او په زرګونو خلک نه دي توانیدلي چې خپلې رایې وکاروي.

دوی ویل، په ځینو مرکزونو کې د رایې پاڼو د خلاصیدو له امله خلک انتظار پاتې شوي او یا دا چې د نویو پاڼو د نه وررسیدلو له امله بیرته کورونو ته ستانه شوي دي.

د جرګې دوو غړو عالم قرار او سید علي کاظمي وویل:

"۱- د لغمان ولایت په علیشنګ، الینګار او حتی تر قرغیو پورې خلک مرکزونو ته تللي وو؛ په ځینو مرکزونو کې په یوولس بجې رایپاڼې خلاصې وې او د ورځې ترپای پورې نورې پاڼې نه دي وررسیدلي.

۲- زه د رایو ورکولو په ورځ اته بجې د کابل ښار یوه ښوونځي ته لاړم؛ په اته نیمې مې راپور ترلاسه کړ چې د کابل ښار او ځینو ولایتونو په یوشمېر مرکزونو کې رای پاڼې خلاصې شوي دي. دا د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون کمزوري او ستونزه ښيي."


دوی ویل، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون سیمې په دقیقه توګه نه وې محاسبه کړې او کره تدابیر یې ورته نه لرل، د همدې له امله په اکثرو مرکزونو کې خلک له ستونزو سره مخ شوي دي.

دوی تاکید کاوه چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون باید د دې ستونزې په اړه وضاحت ورکړي.

د رایې ورکولو په ورځ د کابل له یو شمېر مرکزونو څخه ازادي راډیو هم راپور درلود چې؛ د رایې ورکولو له پیل نه څو ساعته وروسته د رایې پاڼې خلاصې شوې وې او خلک په انتظار کې پاتې وو.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون هم تاییدوي چې؛ په ځینو مرکزونو کې رایې پاڼې له ټاکلي وخت څخه دمخه خلاصې شوي دي.

د دې کمیسیون ريیس عبدالستار سعادت د دوشنبې په ورځ یوې خبري ناستې ته وویل؛ د رایو ورکولو هرمرکز ته شپږسوه رای پاڼې ورکړل شوې وې او ناممکنه ده چې، په دوه درې ساعتونو کې دې شپږ سوه تنه وتوانیږي چې ډکې یې کړي او رایې دې واچوي.

ښاغلي سعادت وویل، دا مساله د غور وړ ده او دوی به يې په دقت سره څیړي:

"دواړه رای پاڼې څه باندې یوه دقیقه وخت نیسي چې ډکې او وکارول شي.
په هرمرکز کې شپږسوه پاڼې وې؛ چې شپږسوه دقیقې یا لس ساعته پرې تیریږي؛ څنګه کیدای شي، چې د مازیګر له څلورویا پنځو بجو د مخه دې خلاصې شي، دا د غور وړ مساله ده او باید ځواب ورته ومومو."


ښاغلي سعادت داهم وویل، دا پوښتنه د انتخاباتو کمیسیون ته راجع کیږي او هیله ده چې وضاحت یې ورکړي.

د رایې ورکولو د ورځې په پای کې د انتخاباتود خپلواک کمیسیون مسوولینو هم منلې چې په ځینو مرکزونو کې د رایو پاڼې خلاصې شوې وې؛ خو د نویو پاڼو ور رسولو ته اقدامات شوي وو.

د ولسي جرګې غړو او د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون چارواکو دا مساله د شک وړ وبلله چې په درې څلورو ساعتونو کې دې په یوه مرکز کې شپږ سوه رایې واچول شي.

د دوشنبې د ورځې په غوڼده کې د ولسي جرګې اداری پلاوی وویل؛ په نږدې ورځو کې به د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مسوولین وروغواړي؛ څو دراپورته شوې پوښتنې ځواب کړي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG