د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۸ سلواغه ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۰۰

خوست: د زلمي رسول د ټاکنیز کمپاین وسلوالو د رایو صندقونه مات کړي


په خوست کې د رای ورکوونې یو مرکز
د خوست ولایت چارواکي او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون سیمه ییز مسوولین ازادۍ راډیو ته وايي، چې د یکشنبې ورځې ناوخته ماښام د خوست د ټاکنو د خپلواک کمیسیون سره نږدې د رایې شمیرنې په یو ستر مرکز کې چې د روزنتون په ودانۍ کې دی؛ د غیر مسوولو وسلوالو له خوا د رایې اچونې یو شمېر صندقونه مات شوي دي.

د پیښې عیني شاهدان وايي، چې دا کار د مشرانو جرګې غړي سناتور عارف الله پښتون او د ده شخصي ساتونکو کړی، دوی د ولسمشری نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي رایې د صندقونو ایستلي او نوموړي صندقونه یې د خپل کاندید زلمي رسول په ګټه يې ډک کړي دي.

د پيښې یو تن عیني شاهد وویل، چې یاد سناتور او ساتونکو یې د صندقونو سیمې ته نږدې کسان تهدید کړل او کله چې شور جوړ شو؛ نو هغه د رایې شمېرنې مرکز پرېښوده او په خپله مخه ولاړ:

"نوم مې محمدنبي کوچی دی. بیګاه موږ دلته وو، د شپې له خوا د ولسوالیو رایې شمېرل کیدې، البته هغه رایې چې شمېرل شوې نه وې او د امنیتي ستونزو له کبله وخت پرې تمام شوی و؛ یو ناڅاپي موږ یوې کوټې ته ننوتو، ګورو چې یو ډي اف سي ده، یو بل مامور دی د ډاکټر صیب اشرف غني رايې يې راباسلي دي، د زلمي رسول پارچې يې راتاو کړي دي، دوه سوه رايې وې.

دې نه وروسته په مشرانو جرګې کې د خوست د خلکو استازی عارف الله پښتون راغی؛ ده لږ له زور نه کار واخیست، تاسو به غږیږئ نه، داسې به وکړئ، داسې به وکړئ، دوه درې کسانو ته چې دا حق هم نه وو، چې دې صحنې ته داخل شوي وای، ځکه وسله وال کسان وو او دا خو یو ډول زور دی، د ناظرینو په شمول زه او نور يې لږ تهدید هم کړو؛ موږ يې پرېنښودو او وروسته دی د صحنې نه وتښتیده."
سناتور عارف الله پښتون, په خوست ولایت کې د زلمي رسول د ټاکنیز کمپاین مشر
سناتور عارف الله پښتون, په خوست ولایت کې د زلمي رسول د ټاکنیز کمپاین مشر
سناتور عارف الله پښتون ازادۍ راډیو سره په خبرو کې مني، چې د رایې شمېرنې مرکز ته ورغلی او هلته يې د میز پر سر د صندقونو څخه یو شمېر ایستل شوې رايې لیدلي دي:

"زه چې کله مرکز ته داخل شوم، ما خپلو کسانو ته وویل، چې زه یوازې ورځم، ځکه زه هلته استدلال کولای شم، موضوع څیړلای شم، په دغه وخت کې د قاري په نوم یو نفر چې زما څخه ویډیو کوله، ما ورته وویل، چې تاسو له مانه ويډیو مه کوئ، په دې وخت کې ما یو عسکر ته هم وویل؛ چې ویډیو مه کوئ، صرف یوه موضوع یاده شوې ده، هر کله چې زه هلته ځم صندقان بند وو؛ خو د میز پر سر ځنې رایې ایښې وې، نه پوهیږم چې رايې د چا دي، نه ما صندق مات کړی او نه موږ دا جرئت کولای شوی، چې د انتخاباتو په مرکز کې د انتخاباتو د فتر سره نږدې موږ صندقان په سپین سترګۍ سره مات کړو؛ نه زه دا اخلاق لرم او نه هم ځانته د دې اجازه ورکوم."

د ولسي جرګې د دفاعي کمیسیون مشر او په خوست کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي د ټاکنیز دفتر رییس همایون همایون ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې دوی د پيښې له سیمې په هماغه مهال کتنه وکړه او ویې لیدل، چې هغه صندقونه مات شوي، چې د ډاکټر اشرف غني احمدزي رايې په کې وې:

"د امنیت رییس له خوا زه خبر شوم، چې د رایې شمېرنې په محل کې صندقونه مات شوي دي؛ کله چې ما په خپله د ډاکټر صیب اشرف غني د ټاکنیز کمپاین د مشر په صفت ورڅخه کتنه وکړه؛ په رښتیا هم صندقونه مات شوي وو؛ د ډاکټر صیب اشرف غني رایې ایستل شوې وې او نورې نوې رایې د ولسمشری نوماند ډاکټر زلمي رسول په ګټه رایې ټکمارک شوې وې او کوښښ کېده، چې د زلمي رسول په ګټه دغه رایې استعمال شي."

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د سیمه ییز دفتر سرپرست شفیق یما ازادۍ راډيو سره په خبرو کې ومنله؛ چې د رايې شمېرنې په نوموړي ځای کې یو شمېر صندقونه مات شوي وو:

"پرون بدبختانه لږه څرنګه چې تاسو وویل، یوه واقعه وه او موږه درلوده د رایې شمېرنې په یوه مرکز کې، په هغه کې یوه چا مداخله کړې وه؛ صندقونه يې خراب کړي وو، قلفونه يې مات وو."

خوست والي عبدالجبار نعیمي هم د یوې مطبوعاتي اعلامیې د خپرولو له لارې د پېښې غندنه کړې او ویلي يې دي، چې امنیتي او کشفي ادارو ته يې دنده سپارلې، چې پېښه وڅیړي او عاملینو ته يې سخته سزاء ورکړي:

"له بده مرغه بېګاه شپه د اتو بجو په شاوخوا کې يو شمېر غيرمسوول وسله وال کسان د رايو بکسونو مرکز ته ننوتي او په يو شمېر صندقونو کې يې لاسوهنه کړي، د پېښې وروسته په بېړني ډول په خپله د ولايتي ادارې مشرتابه ياد مرکز ته ورغئ او وليدل شول، چې په يو شمېر بکسونو کې لاسوهنه شوې او خلک يې بېرته په خپله لاره تللي دي.

په همدې موخه د پخوانيو پلټنو په دوام نن ورځ په څلورو پاڼو کې ترتيب شوى مکتوب ټولو اړونده ارګانونو ته رسماً ولېږل شو،ترڅو پېښه په هراړخيزه توګه بررسي او عاملين يې د قانون له مخې په سخت ترينه سزا ورسيږي."


د یادونې وړ ده د یوې لومړنۍ سروې له مخې د شنبې ورځې په ټاکنو کې د خوست خلکو د ولسمشری د اتو نوماندانو په منځ کې شاوخوا نوي سلنه رايې د ډاکټر اشرف غني احمدزي په ګټه کارولې دي.
XS
SM
MD
LG