د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ سلواغه ۱۳۹۸ کابل ۰۰:۳۶

"د انتخاباتو په ورځ شوې درغلۍ باید په دقیقه وڅیړل شي"


د افغانستان دجمهوري ریاست د یوشمېر کاندیدانو مرستیالانو د شکایتو کمېسیون نه غواړي چې د هېواد دملي ګټې له په پام کې نیولوسره د شنبې د ورځې په انتخاباتو کې د درغلیو په اړه شکایتونه وڅيړي.

د جمهوري ریاست د ټولو کاندیدانو مرستیالانو د درغلیو د مشخصو مواردو په اړه شکایتونه درلود.

دوی وايي، په ځینو ځایونو کې صندقونه مخکې له مخکې ډک شوي؛ خلک له رایې ورکولو نه راګرځول شوي؛ په یوشمېر مرکزونو کې د رایې پاڼې مخکې له وخته خلاصې شوي او د څاروونکو مخنیوی شوی دی.

د عبدالله عبدالله لومړي مرستیال انجنیر محمد خان د درغلیو په اړه داسې ادعا وکړه:

"د میدان وردګو په جلریز په ساحه کې دوه سایټه چې یو د اسماعیل خېلو په کلي کې دي او بل زیولاک ورته وايي مخکې له دې چې د حمل په شپاړسمه د انتخاباتو مواد ورته راورسیږي د شپې له خوا دغه صندوقونه ډکیږي."

د یوه بل کاندید ګل اغا شیرزي مرستیال سید عالمي بلخي هم شکایت وکړ چې؛ په کندهار کې د یوه مشخص کاندید په ګټه کار شوی دی:

"په ځانګړې توګه په کندهار ولایت کې د یوځانګړي کاندید په ګټه صندوقونه ډک شوي دي؛ زموږ صندوقونه مات شوي دي او زموږ رایې له صندوقونو ویستل شوي.

په ډېرو نورو ځایونو کې هم په همدې ډول د یوه ځانګړي کاندید په ګټه درغلۍ شوي دي؛ هغه ډول چې تاسې ژمنې کړې وې بیا هم دولتي چارواکي په خپل ځای پاتې نه شول او په انتخاباتو کې لاس وهنه وکړه."


د جمهوري ریاست د کاندیدانو مرستیالانو د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وغوښتل د انتخاباتو په ورځ شوې درغلۍ په دقیقه وڅیړي او درغلۍ کوونکي عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپيژني.

د انتخاباتي شکایتو کمېسیون وايي چې؛ تراوسه له دوی سره ۲۱۲۴ شکایتونو ثبت شوي چې؛ څه باندې یو زرو څلور سوه یې تلیفوني دي.

د دوی په وینا په دې کې ۱۱۲ شکایتونه د جمهوري ریاست په کاندیدانو ۱۶۶ د ولایتي شورا په کاندیدانو ۳۷۰ د انتخاباتو کمیسیون په کارکوونکو دي.

د انتخاباتي شکایتونو رییس عبدالستار سعادت وویل چې؛ د دوشنبې د شپې له دولسو بجو وروسته د شکایتونه د ثبت وخت ختمیږي.

عبدالستارسعادت ډاډ ورکړ، چې ټول ورسېدلي شکایتونو به د یوې میاشتې په اوږدو کې په علني توګه په بې پرې توګه وڅیړلي:

"نن موږ وغوښتل چې د کاندید صاحبانو یا د دوی د مرستیالانو په حضور کې دوی ته له خپل ادرسه اطمنان او ډاډ ورکړو، هغه قانوني سرغړونې چې شوي هغه مساله موږ په بې پرې ډول برسي کوو او بل د دوی اندېښنې او پشنهادات هم اورو."

ښاغلي سعادت زیاتوي ثبت شوي شکایتونو به دومره زیات نه وي چې؛ د انتخاباتو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ولایتي شوراګانو انتخابات د تېرې شنبې په ورځ ترسره شول.

د انتخاباتو کمېسیون وايي چې، د دې انتخاباتو وروستۍ پایلې به د ثور په ۲۴ نېټه اعلان شي.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG