د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۱

په هند کې عمومي انتخابات پیل شول


د هند د پارلمان د ولسي جرګې د ۵۴۳ څوکیو د ګټلو لپاره نن د دې هیواد د شمال لویدیځ اسام او څنګلوري تریپوره ایالتونو په شپږو انتخاباتي حوزو کې انتخابات ترسره کیږي.

دا په هند کې چې د ډموکراسۍ لویه ازموینه بلل کیږي؛ د انتخاباتو لومړی بهیر دی چې؛ د می تر دولسمې پورې به دوام کوي او نتیجه به یې د می په شپاړسمه اعلان شي.

په ټول هند کې چې نفوس یې یواعشاریه دوه ملیارډ تنو ته رسیږي؛ ۸۱۴ میلیون وګړي د رایې ورکولو په شرایطو برابردي.

په ټول هند کې د رایې ورکولو ۹۳۵ زره مرکزونه په پام کې نیول شوي دي.
د هند اسام ایالت کې چې دېرش میلیون وګړي ژوند کوي؛ د خلکو په تیره بیا د لیرې پرتو سیمو د اوسېدونکو اساسي ستونزې د زیربنایي تاسیساتو پرخرابوالي او چاپریال ته پر زیانونو څرخي.

د هند دوو مهمو واکمن کانګرس او د هندو ملت پال بي پي جي ګوندونو ترمنځ به سخته سیالي وشي.

له کلونو راهیسې په هند کې هیڅ یو ګوند په یواځې توګه په دې نه دی بریالی شوی چې؛ د پارلمان اکثریت یانې ۲۷۲ څوکۍ وګټي او نظر شمېرنې ښیي، چې د دغو انتخاباتو نتیجه به همداسې وي.

ویل کیږي چې، د هندو ملت پال، عام ادمي ګوند چې مشري یې د ګجرات والي نرندرا مودي کوي؛ په دغو انتخاباتو کې ډیرې رایې وګټي او له نورو کوچنیو ګوندونو سره به راتلونکی حکومت جوړکړي.

په دغو انتخاباتو کې د واکمن کانګرس ګوند مشري؛ د دغه هېواد مرستیال ولسمشر راول ګاندي کوي.

د انتخاباتو دوهمه مرحله به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ په څلورو نورو ایالتونو کې ترسره شي.
XS
SM
MD
LG