د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

یوناما د افغانستان انتخابات د سولې په لور یو بل ګام وباله


یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت د ۱۳۹۳ کال د انتخاباتو ترسره کېدل د دې هیواد د سوکالۍ په لور یو بل ګام وباله.

دې ادارې د افغانستان د انتخاباتو له کمیسیونونو وغوښتل؛ څو د رایو په شمیرلو او شکایتونو ته د رسیدګۍ په برخه کې عدالت په پام کې ونیسي.

په کابل کې د یوناما ویاند نظیف الله سالارزي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې؛ د افغانستان د انتخاباتو ترسره کوونکې ادارې باید د انتخاباتو نتایج په ټاکلي وخت او دقیقه توګه اعلان کړي.

"په لومړي سر کې خو باید د افغان انتخاباتي او امنیتي ادارې باید د هغو د دې کار لپاره چې انتخابات یې تنظیم کړې او خوندي یې کړې او د اساسي قانون د مفاهیمو سره په سمون یې ترسره کړې وستایل شي.

اوس د افغانستان د ټاکنو د مدیریت ادارې یو اساسي مسوولیت لري؛ کومې رایې چې خلکو ورکړي او کوم شکایتونه چې ترسره شوي؛ هغه په منصفانه او اغیزمن ډول باندې حل کړي او پایلې هم په شفافه توګه په وخت سره اعلان کړي."


یوناما د جمهوري ریاست پر کاندیدانو هم غږ کړی؛ چې د انتخاباتو پایلې ومني او شته ستونزې له قانوني لارو تعقیب کړي.

له بلې خوا د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا هم په انتخاباتو کې د ګډون په برخه کې د افغانانو له میړانې خبره کړې او ویلي یې دي چې، دوی له امنیتي تهدیدونو سره سره د دې پروسې په بریالي کولو کې رول ولوباو.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره د انتخاباتو لپاره د خلکو له ارادې او په دې پروسه کې له پراخ ګډون څخه ستاینه کړې.

امنیت شورا همداراز د انتخاباتو په پروسه کې د رسنیو فعالیتونه، مناظرې او کمپاینونه ډېر اغیزمن بللي.

د امنیت شورا په خپره شوې اعلامیه کې د انتخاباتو د پروسې د ګډوډولو لپاره د وسله والو مخالفینو حملې او د ځینو کړیو ورانکاره هڅې محکومې شوي.

ایساف یا په افغانستان کې د امنیت مرستندویه ځواکونو هم ازادي راډيو ته په خپلې لیږلې اعلامیه کې ویلي افغانانو په انتخاباتو کې په پراخ ګډون سره پرمختللې او له فرصتونو ډکه راتلونکې انتخاب کړه.

د اعلامیې له مخې په افغانستان کې د ایساف ځواکونو عمومي قومندان جنرال جوزیف ډنفورډ د انتخاباتو په ورځ د افغان ځواکونو له لوري د امنیت له ټینګښت ستاینه کړې.

ډنفورډ ویلي ؛ افغان ځواکونو ثابته کړه چې کولای شي په خورا ښه توګه د خپلو خلکو ساتنه وکړي.

صفي الله ستانکزی ازادي راډيو کابل
XS
SM
MD
LG