د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۸

ویسـا ورځپـاڼه: د ولـس کـارنامه بـایـد کـارنـامـه پاتـې شـي


د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.

ویسا:

د ویسا ورځپاڼې د سرمقالې سرلیک دی: "د ولس کارنامه باید کارنامه پاتې شي."

په سرمقالې کې راغلي، د انتخاباتو د کمیسیونونو او کاندیدانو اوس یو ملي او دیني مسوولیت جوړیږي چې؛ د یوه ښه بنسټ د ایښودلو لپاره صادقانه عمل وکړي.

ویسا د یوه بل مطلب په سرلیک کې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما خبره راخیستې؛ چې ویلي یې دي، له راتلونکي افغان حکومت سره به د دوه اړخیز درناوي او حساب ورکوونې پر بنسټ کار وکړي.

په مطلب کې همداراز راغلي؛ د افغانستان انتخابات په سیمه ییزه او نړېواله کچه وستایل شول.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې هم په خپلې سرمقالې کې لیکلي؛ خلکو خپل جرئت وښود او اوس اړوندو کمیسیونونو ته په کار ده چې؛ ور پاتې کارونه ژر وکړي.

په سرمقالې کې راغلي، که څه هم دا نتخابات کامیاب بلل شوي؛ خو په اړه ډير زیات شکایتونه هم شوي دي.

ملي ارمان لیکلي، شکایتونه باید د اسنادو پر اساس داسې وڅیړل شي چې؛ د ټولو کاندیدانو قناعت پرې حاصل شي.

هېواد:

هیواد دولتي ورځپاڼې لیکلي، د ولس د هرې رایې باید درناوی وشي.

په سرمقالې کې راغلي داسې راپورونه شته چې په انتخاباتو کې په یو شمیر سیمو کې درغلۍ شوي دي، د ځینو کاندیدانو په ګټه لاسوهنې شوي او د دې احتمال هم شته چې، له دې وروسته په کې درغلۍ وشي او یا د رایو صندقونه له منځه یوړل شي.

هېواد لیکلي، د دې ټولو ستونزو د مخنیوي لپاره باید هم د انتخاباتو خپلواک کمیسیون او امنیتي ځواکونه خاص تدابیر ولري.

د سرمقالې په پای کې راغلي؛ لکه څرنګه چې ولس د دښمن په مخ کې ودریده او په انتخاباتو کې یې ګډون وکړ؛ همداسې د خپلو رایو د شمیرنې غوښتنه هم کوي.

چراغ:

چراغ ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي چې؛ په کابل کې د ایران سفارت د افغانستان انتخابات ستایلي دي.

په مطلب کې د ایران د سفارت د یوې مطبوعاتي اعلامیې په حواله راغلي چې؛ په انتخاباتو کې د خلکو پراخ ګډون به په افغانستان کې د ملي یووالي سبب شي.

د مطلب له مخې د ایران سفارت د دې انتخاباتو له امله د افغانستان ملت؛ دولت او د انتخاباتو کارکوونکو ته مبارکي ویلې.
XS
SM
MD
LG