د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۹ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۳۱

”د افغانستان انتخاباتو د طالبانو د قوت په اړه پوښتنې راپورته کړي“


د افغانستان د شنبې د ورځې په انتخاباتو کې د خلکو پراخ ګډون او په دې برخه کې د خلکو له خوا د طالبانو د ګواښونو په پام کې نه نیول د لسګونو لویدیځو ورځپاڼو د سر موضوعات دي.

ګارډین:

د ګارډین بریتانوي ورځپاڼه وايي، د طالبانو د بریدونو د ګواښونو او د باراني هوا له کبله د ناسمو شرایطو سربیره؛ افغانان په داسې ګڼ شمېر د رایو په مرکزونو ورغلل چې؛ د ورځې تر نیمايي پورې په ځینو ځایونو کې د رایوو پاڼې تمامې شوې.

ورځپاڼه وايي، له درې برخو څخه په زیاتو ولایتونو کې د رای پاڼو د کمي راپورونه ورکړل شوي دي او دا ستونزه دومره پراخه وه چې؛ د انتخاباتو تنظیموونکي ونه توانېدل په وخت ورته ځواب ووايي.

ایرش ټایمز:

د ایرش ټایمز ورځپاڼې د یو مقالې سرلیک دی: ”د افغانستان انتخاباتو د طالبانو د قوت په اړه پوښتنې راپورته کړي.“

ورځپاڼه د خپلې مقالې په پیل کې وايي؛ د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې د تمې څخه د زیاتو خلکو ګډون او په دې ګواښ کې د طالبانو پاتې راتګ؛ چې ویلي وو، انتخابات به ګډوډ کړي، د حکومت د مخالفو وسله والو د دې توان په اړه پوښتنې راپورته کړي چې؛ ګوندې دا هېواد به د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته بېرته د ګډوډیو په ډګر بدل کړي.

ورځپاڼه د طالبانو هغې ادعا ته اشاره کوي؛ چې وايي، د انتخاباتو په ورځ یې تر زرو زیات بریدونه کړي او په لسګونو کسان یې وژلي؛ خو د افغان امنیتي ځواکونو د چارواکو له خولې وايي چې؛ دا یوه له مبالغې ډکه دعوه ده.

د ایرش ټایمز په وینا، د انتخاباتو په ورځ په ځینو سیمو کې لسګونه چاودنې شوې پر انتخاباتي مرکزونو او پولیسو ډزې شوي؛ خو لیکوال وايي، په مجموعې توګه تاوتریخوالي تر هغې ډیر کم و چې؛ طالبانو یې ګواښ کړی و.

ټایمز:

د ټایمز ورځپاڼې ویلي، افغان رای ورکونکو د طالبانو ګواښونه له پامه وغورځول؛ په دې هېواد کې په لومړي ځل په ډیموکراټه توګه د واک د انتقال لپاره د رای ورکولو مرکزونو ته ورغلل او د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات یې بریالي کړل. ورځپاڼه د چارواکو له خولې وايي، له هغو افغانانو څخه په سلو کې شپیتو په دې انتخاباتو کې برخه اخیستې چې؛ د رایې ورکولو په شرایطو پوره وو.

واشنګټن پوسټ:

د افغانستان د انتخاباتو په اړه د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یوې مقالې سرلیک دی: ”افغان رای ورکونکو په یوه نسبتاً سوله ییزه ورځ د راتلونکې ولسمشر لپاره رایې ورکړې.“

لیکنه وايي، دوی په باران کې د پلاستیکونو لاندې ودرېدل؛ دوی د مرګ او جګړې ګواښونه له پامه وغورځول او په دومره ګڼ شمېر کې یې د خپل راتلونکې ولسمشر د ټاکلو لپاره په انتخاباتو کې ګډون وکړ چې؛ تمه یې نه کېده.
XS
SM
MD
LG