د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۱

افغان حکومت په ټول هېواد کې د رای پاڼو د امنیت د ټینګولو امر کړی


افغان حکومت له وسله والو ځواکونو غوښتي چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د رایو صندوقونو او رای پاڼو امنیت ټینګ کړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د ټول هېواد په کچه د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د رای پاڼو د امنیت ټینګولو امر کړی.

د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې چې پرون خپور شو؛ خبر ورکړی چې، د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډې له امنیتي ځواکونو غوښتي چې؛ د خلکو د رایو امنیت ونیسي.

د رای پاڼو ساتنه:

په بیان کې راغلي دي، د ملي امنیت شورا افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې؛ د وري د شپاړسمې په انتخاباتو کې د ګډونوالو افغانانو د رایو د صندوقونو او رای پاڼو ساتنه په سم ډول او پوره امانتدارۍ سره وکړي.

افغان حکومت دا غوښتنه وروسته له هغه کوي چې؛ پرون په کندز ولایت کې د خلکو په رایو بار یو پېکپ موټر په داسې حال کې چې د دوو مرکزونو د رایو صندوقونه یې د خان آباد ولسوالۍ مرکز ته وړل د سړک د غاړې پر ماین برابر شو.

د خان آباد ولسوال حیات الله امیري وايي؛ په پېښه کې د رای پاڼو اته صندوقونه له مینځه تللي او زیاتوي چې، دا موټر په اقتاش سیمه کې پر ماین برابر شو. ښاغلي امیري له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه:

"کوم ډول راپور چې موږ ته رارسېدلی؛ دوی د لغمانیو او تاقه چنار سیمو د سایټونو د رای ورکولو پاڼې د ولسوالۍ مرکز ته انتقالولې."

په کندز ولایت کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون یوه سیمه ییز مشر امیر حمزه احمدزي آزادۍ راډیو ته وویل چې؛ په دې پېښه کې د دې کمیسیون یو کارکوونکی، یو پولیس او د پېکپ ډرېور وژل شوي او د لغمانیو او تاقه چنار کلیو د خلکو رای پاڼې له مینځه تللي دي:

"له بده مرغه چې زموږ یو کارمند او یو ډرېور چې او یو پولیس، درې واړه شهیدان شوي. موتر بیخي ویجاړ شوی او د دوو سایټونو اته صندوقه رای پاڼې هم له مینځه تللې دي."

د شنبې په ورځ چې د وري شپاړسمه نېټه وه، د افغانستان خلکو د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې په خپل پراخ ګډون سره نړیوال حیران کړل.

د رای ورکولو په ټول جریان کې افغان ځواکونو وکولای شوای؛ چې په ټول هېواد کې ډاډمن امنیت ټینګ کړي. د جمهوري ریاست بیان هم یادونه کوي چې؛ دفاع وزیر بسم الله محمدي د ملي امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې په خپل راپور کې وویل چې؛ د انتخاباتو په ورځ د پخوا په پرتله د افغان امنیتي ځواکونو تلفات کم؛ خو د وسله والو مخالفینو تلفات زیات وو.

د ملي امنیت شورا غونډې ته همداراز د وري په شپاړسمه د ډیورنډ کرښې له بلې خوا د کونړولایت پر ځینو سیمو د توپخانې او ثقیلو وسلو د ډزو راپور هم ورکړل شو.
XS
SM
MD
LG