د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۸

​د اورښتونو له کبله د کابل- جلال اباد لار وتړل شوه


د لغمان ولایتي چارواکي وايي، نن په لغمان کې د ږلۍ او باران د سختو اورښتونو له امله د بادپښ ولسوالۍ اړوندو سیمو کې سیلابونه راوتي.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وايي، د دې ولسوالۍ د شاګوليانو، ګړوچ، اندوړ او اخندزادګانو په سیمو کې سیلابونو په لسګونو جریبه کرنیزه ځمکه او یو شمېر څاروي وړي او دارنګه شاوخوا شل کورونه يې زیانمن کړي هم دي.

ځواک وايي د لغمان ولایت اړوند د تنګي او کاکڅ په سیمو کې د راوتلو سیلابونو له امله د کابل جلال اباد لویه لاره هم د ټرافیکو پرمخ تړل شوې ده.

نوموړی وايي،د لغمان والي ډاکټر فضل الله مجددي د اضطرار کمیټې او ټولګټو ریاست ته دنده سپارلې،چې یاده کمیټه دې خپله سروې ژر تر ژره بشپړه او له زیانمنو شویو کورنیو سره دې مرستې وکړي او د ټولګټو ریاست دې د کابل جلال اباد په لویه لاره د ترافیکو پر مخ را ولاړه شوې ستونزه هواره کړي.
XS
SM
MD
LG