د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

شريف: هيله ده د افغانستان انتخابات د سيمې په ثبات کې مهم رول ولوبوي


نواز شريف
نواز شريف
د پاکستان صدراعظم ویلي چې د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د شنبې دورځې انتخابات به سیمې ته د سولې او ثبات په راوستلو کې یو مهم رول ولوبوي.

نواز شریف په یوه بیان کې چې د یکشنبې په ورځ خپور شو، وویل پاکستان به نه یوازې په افغانستان کې د دیموکراسۍ له پیاوړی کیدو سره بلکې له نوي مشرتابه سره د سولې او ثبات په راوستلو کې هم مرسته وکړي.

نواز شریف هیله ښودلې چې په کابل کې به هم واک په سوله یېزه توګه انتقال شي لکه څرنګه چې تیر کال په اسلام اباد کې دا کار وشو.

هغه ددې انتخاباتو د کامیابیدو له امله د افغانستان ولسمشر حامد کرزي او خلکو ته مبارکي ویلې ده.
XS
SM
MD
LG