د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

نور: ډېر ژر به د انتخاباتو قسمي نتایج اعلان شي


د افغانستان د انتخاباتوخپلواک کمیسیون وايي چې؛ ډير ژر به د شنبې د ورځې د انتخاباتو یوه برخه نتایج اعلان کړي.

د دې کمیسیون ویاند نورمحمد نورد یکشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې؛ د افغانستان په څلوردېرش ولایتونو کې د څارونکو په حضور کې د رایو پاڼې شمېرل شوي دي.

د ښاغلي نورپه خبره د رایو د نتایجو پاڼې سرله سبا مرکزي دفتر ته انتقالیږي او د انتخاباتو قسمي نتایج به هم ژر اعلان شي:

"د څارونکو په حضور کې په محلاتو کې د رایو شمېرل ترسره شوي او په ټول افغانستان کې مو دا لړۍ پای ته رسولې ده.

سرله سبا له محلاتو او له سیمه ییزو دفترونو نه د نتایجو پاڼې مرکزي دفتر ته رالیږدول کیږي.

موږ درې ډوله نتایج اعلانوو، قسمي نتایج به له بیلا بیلو ولایتونو څخه د فیصدیو پراساس سبا د رسنیو له لارې خپلو خلکوته اعلان کړو."


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي چې؛ د انتخاباتو لومړني نتایج به د ثور په څلورمه او نهایي نتایج به یې د همدې میاشتې په څلورویشتمه نېټه اعلان شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکي اټکل کوي چې؛ په افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د شنبې ورځې په انتخاباتو کې څه باندې اوه ملیونه کسانو برخه اخیستې وه.

په همدې حال کې په افغانستان کې د انتخاباتو د پروسې څارونکي ارګانونه وایي؛ چې دوی تراوسه د انتخاباتو ټول بهیرڅارلی او له دې وروسته به یې هم په جدي توګه وڅاري.

د ټیفا یا په افغانستان کې د شفافو انتخاباتود بنسټ رییس محمد نعیم ایوب زاده وایي؛ چې په ولایتونو کې د رایو پاڼو د شمېرلو بهیرهم دوی څارلی او تاییدوي چې؛ ځینې سرغړونې او ستونزې یې هم ثبت کړي دي:

"ځینې ستونزې وې لکه په ځینو سیمو کې رایې نه دي شمېرل شوي؛ خو په مجموع کې د شمیرنې پروسه ښه وه او هلته زموږ څارونکو حضور درلود.

موږ په دې هڅه کې یو چې بشپړنتایج ترلاسه کړو؛ له وخت نه مخکې څه ویل زما له نظره تیروتنه ده."


په افغانستان کې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات د څه باندې درې لکه ملي او نړیوالو څارونکو له خوا وڅارل شول.

په همدې حال کې د جمهوري ریاست ځینو کاندیدانو د انتخاباتو له ترسره کېدو سره سم ادعا کړې چې له نورو نه مخکې دي.

خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي چې؛ له وخت مخکې دا ډول ادعاوې ناسمې دي او باید چې ټول کاندیدان په دې اړه د دې کمیسیون له خوا د نتایجو اعلان ته انتظار وباسي.
XS
SM
MD
LG